د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

په مس عينک کې تاريخي اثار له زوال سره مخ دي


څه باندې له یوې لسیزې راهیسې طالبانو په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمه ډرې وړې کړه، چې د نړیوالو اعتراضونه یې راوپارول. اوس دا هېواد چې د بېلابېلو فرهنګې میراثونو خاوند دی، د یوې چنایي کمپنۍ له خوا د یوې بلې تاریخي سیمې نړولو ته له تیاري سره، له یو بل تهدید سره مخامخ شوی دی.

هغه خاورینه دښته چې له دواړو خواوو غرونو رانغاړلي په کې وتلی سړک د پایتخت کابله پیل او د لوګر لوري ته د مس عینک تاریخي سیمه کې د یوې خړې غونډۍ کمره ته وځي.

د مس عینک په سیمه کې د بودایانو د وخت یو عبادتځاى شته او همدا شان په دې ځای کې د مسو د استخراج لپاره چین، پر یوې لويې پروژې هم پانګونه کړې ده.

مس عینک چې د مسو د وړې څاه په معنى دی په افغانستان کې له اسلام څخه دمخه وخت کې د بودایي واکمنۍ مرکز وو.

داسې تصور کېږي چې بودايي راهبان د مسو د عرضې له امله دې ځای ته نژدې ځای پر ځای شوي وو. مسو دوی ته ډېر شته ور په برخه کړي وو او او دوى ورباندې لوى عبادتځاى جوړ کړى و، خو که مس د داسې یوې ودانۍ د جوړولو سبب شو اوس به همدا مس دا سیمه د ورانۍ خوا ته بیایي.

د چین یوې کمپنۍ د خپل حکومت په ملاتړ د درې ملیاردو ډالرو په ارزښت په دوه زره اتم میلادي کال کې په دې سیمه کې د پانګونې او په استخراج شویو مسو کې د حق لرلو په اړه وړاندیز وکړ او په دې توګه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو لویه پروژه شوه.

د جیولوژستانو یا ځمکپوهانو د اټکل له مخې په مس عینک کې دوه ملیارده ټنه مس شته چې په دې برخه کې پراختیایي کار د افغانستان د راتلونکي اقتصاد لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

په دې معامله کې په سیمه کې د یوه برېښناکوټ، په سیمه کې د کارګرانو لپاره د استوګنځي ودانول او د چین له لویدیځ څخه د تاجکستان پر لار افغانستان او پاکستان ته د اورګاډي د پټلۍ په شمول د ځینو تاسیساتو پراختیا هم شامله ده .

دا په دې معنى ده چې مس عینک سیمه چې په نړۍ کې دويم نااستخراج شوى د مسو لوى کان په کې دی د تخریب لپاره انتخاب شوي، څو په دې توګه د مسو په ارزښتمن کان کې استخراج ته لار هواره شي .

سره له ډېرو هڅو په دې بریالي نه شوو، چې په دې باب د هغې چینايي کمپنۍ د کار د پلان په اړه یې څرګندونې راوخلو چې د مس عینک پر کان یې پانګونه کړې ده، خو د هغو معلوماتو له مخې چې شته، د لومړي ځل لپاره په دوه زره نهم میلادي کال کې دې کمپنۍ په نظر کې درلودل چې خپل کار پیل کړي خو په دې سیمه کې یې د بنسټیزو کیندنو یا حفریاتو له امله تر درې کلونو پورې د کار پر ځنډېدو موافقه وشوه .

ټاکل شوې وه چې دا ضرب الاجل سږکال ختم شي خو تر دوه زره څوارلسم کاله پورې یو ځل بیا تمدید شو.

اوس نو په لسګونو افغان او نړیوالو لرغونپوهان له دوه زره نهم میلادی کال راهیسي په چټکۍ د کیندنو په کار لګیا دي او هغه د چا خبره له وخت سره مقابله کوي څو له کم وخت څخه ډېره ګټه واخلي.

حاجې اکبر چې په لوګر کې د مس عینک د سیمه ييزې کمېټې مشر دی وایي د تاریخي اثارو د کشف لپاره سختې هڅې روانې دي.

د هغه په وینا سلګونه سیمه ييز کارګران په کار ګمارل شوي څو د کیندنو کار تر سره کړي.

مس عینک کې تر میلاد مخکې درېیمې پېړۍ د تمدن د وخت اثار شته .

د اکبر په وینا د دې پراخې سیمې په یوې وړې برخې کې لرغونپوهانو کیندنې کړې دي.

اکبر اوسنیو هڅو ته خوشبینه دی او په دې اند دی چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کال پورې به چې د کان اصلي کار پیلېږي ډېر تاریخي اثار خوندي کړاى شي.

د مس عینک له سیمې څخه ډېر راايستل شوي تاریخې اثار د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیرى لوی اثار بیا خپله په لوګر کې په موقتي موزیم کې ساتل کېږي.

افغان حکومت په پام کې لري چې د دې کیندنو له ختمېدو سره په سیمه کې یو موزیم جوړ کړي او دا اثار په کې خوندي کړي.

ځینې افغان لرغونپوهان او تاریخپوهان د دې پروژې ملاتړ کوي خو لا هم د مس عینک پروژه د سختو نیوکو ښکار ده.

ځینی کسان یې مخالفت کوي او وايي چې افغان حکومت د افغانستان غني او پیاوړي تاریخې اثار د اقتصادي پیاړتیا له سره زاروي .

له دې کان څخه ترلاسه کیدونکې شتمني ډېره ګرانبيه بلل شوې. که چېرې اوسني اټکلونه سم وخېژي نو دا کان به په یوه کال کې څه باندې یو ملیارد ډالره وګتي.

په کابل کې د افغانستان د ملي موزیم مشر عمر خان مسعودي وایي که څه هم د تاریخي اثارو په اړه اندېښمن دی خو لا هم د دې پروژې ملاتړ کوي.

هغه په دې اند دی چې دا پروژه به یې له هېواد سره د اقتصادي پیاوړتيا او له بېوزلو خلکو سره مرسته وکړي:

“تر اوسه د افغانستان له معادنو څخه ګټه نه ده اخيستل شوې، هغه اقتصادي ستونزې او فقر چې افغانستان ورسره مخامخ دی نو دا ضروری ده چې د کانونو وزارت له کانونو څخه د ګټې اخیستو په مقصد له بېلابېلو نړیوالو کمپنو سره تړونونه وکړي. په یقین سره چې دا کار به د خلکو د اقتصاد په پیاړتیا کې ډېر غټ رول ولوبوي”

د متحد ایالاتو د ځمکپوهانو د اټکل له مخې په افغانستان کې نژدې د یو ترلیون ډالرو په ارزښت کانونه شته. په دې کې په ډېره اندازه مس، سره زر، کوبالات او لیتیم شامل دي.
XS
SM
MD
LG