صدراعظم یوسف رضاګېلاني وايي، هغه تورونه چې د پاکستان پر ولسمشر آصف علي زرداري لګول شوي سیاسي انګېزه لري.
د پاکستان صدراعظم له الجزیرې ټلویزیوني شبکې په مفصله مرکه کې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.
په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله والو پر مرکزونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو په اړه د پاکستان صدراعظم یوسف رضاګېلاني وویل چې حکومت یې هېڅکله هم د پاکستان په قلمرو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ته د الوتو او پر افراطي وسله والو د حملو اجازه نه ده ورکړې.
ګېلاني زیاته کړه، د بې پیلوټه الوتکو د حملو زیان تر ګټې زیات دی او پاکستانیانو په دې اړه هم له امریکايي چارواکو سره وخت ناوخت بحثونه کړي چې باید په سیمه کې د دېره قبایلو او افراطي وسله والو ترمینځ توپیر وشي. ګېلاني وویل، د بې پیلوټه الوتکو حملې په قبایلي سیمو کې پر دېره قومونو ناوړه اغېز کوي او د هغو د سخت عکس-العمل باعث کېږي.
د پاکستان صدراعظم وویل چې د دې حملو په نتیجه کې قبایل بیا له افراطي وسله والو سره یوځای کېږي، د پخلایني چانس له مینځه ځي او په دې توګه امریکا د ده په وینا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو سره د پاکستان لپاره سختې ستونزې جوړوي.
د پاکستان صدراعظم یادونه وکړه چې له پوځ سره د ملکي حکومت اړیکي ښه دي. د ده اشاره له پوځ سره د ملکي حکومت د څو اونیو مخکې کړکېچ ته وه. دا کړکېچ له هغې ادعا وروسته پراخ شو چې ویل کېدل د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز ادمېرال مایک مولن ته په یوه استولي لیک کې د ملکي حکومت پرضد د پوځ د احتمالي کودتا په وړاندې د امریکا د مرستې غوښتنه کړې.
له الجزیرې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د پاکستان له صدراعظم یوسف رضاګېلاني څخه په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د پخلاینې د روانو هڅو په برخه کې د پاکستان د دریځ او د افغانستان د راتلونکې په اړه هم پوښتنه وشوه. ده په ځواب کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې د هرراز نوښت ملاتړ کوي. ده دا ادعا چې ګنې هېواد یې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسولو هڅه کوي رد کړه او ویې ویل، موږ د طالبانو ملاتړ نه کوو، دا زموږ کا ر نه دی او ولې به دا کار کوو؟