د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

ښايي په افغانستان کې د سپېشل فورس ساتل قمار وي


امریکايي رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ چې امریکا غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته چې خپل ټول متعارف ځواکونه باسي، د خپلو ځانګړو ځواکونو څه کم لس زره سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

فرانسپرس خبري آژانس د امریکا د دې پلان په اړه چې غواړي په 2014 کال کې د پوځي ماموریت له ختمولو وروسته په افغانستان کې خپل خاص ځواکونه یا سپېشل فورس وساتي، یو تحلیلي مطلب خپور کړی، لیکي، دا فکر چې سپېشل فورس به په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو مخنیوی وکړای شي، یو قمار دی.

آژانس لیکي، بارک اوباما، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیل سره سم یې افغانستان ته د ډېر شمېر پوځیانو د لېږلو د پلان پلوي کوله خپله پالیسي بدله کړې او اوس چې د پوځونو د اېستلو پلان لري غواړي په افغانستان کې د سپېشل فورس شاوخوا 9000 سرتېري پرېږدي څو هم افغان پوځیان وروزي او هم د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو مشران له مینځه یوسي.

فرانسپرس د دفاعي چارو د یو کارپوه له قوله لیکي چې په افغانستان کې د خاصوځواکونو پاتې کېدل یو طبیعي پرمختګ دی ځکه څومره چې د افغان ځواکونو پر روزنه تمرکز کېږي په هغه اندازه د سپېشل فورس اهمیت زیاتېږي او اوس مهال چې د افغان ځواکونو روزنه د ماموریت له اصلي اهدافو څخه ده دا منطقي ښکاري.

ځینو پخوانیو پوځي چارواکو او کارپوهانو آژانس ته ویلي دي چې دا پرېکړه، له یوې خوا د هغو اهدافو د اهمیت کمېدل ښيي چې له لس کاله جګړې وروسته په افغانستان کې ترلاسه کېدای شي او له بلې خوا ځینې خطرونه هم لري.

د جګړې د مطالعاتو د انستیتیوت د تحقیقاتي ټولنې غړی جېفري درېسلر وايي، د دې پالیسۍ استدلال دا دی چې متعارفو ځواکونو ته نوره نو اړتیا نشته خو نوموړی وايي، دی ډاډه دی چې دا پرېکړه به ګڼې ستونزې رامینځ ته کړي.

د رندکارپورېشن د تحقیقاتي مرکز کارپوه سیت جونز چې د سپېشل فورس د قوماندانانو سلاکار پاتې شوی وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پوځي ماموریت لا نه دی بشپړ شوی او د ناټو د پوځي حضور کمزوري کېدل به طالبانو ته دا موقع په لاس ورکړي چې د افغانستان په جنوب، په تېره په هلمند ولایت کې د جګړې په ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي. د جونز په وینا د ناټو د ونډې کمزورتیا ښايي د امتیازونو د اخیستو لپاره د چنو وهلو په برخه کې د افغان حکومت د سولې پروګرام هم زیانمن کړي.

خو جونز زیاتوي، امریکا ډېر پخوا ویلي و، چې له مرکزي حکومت څخه په ټول هېواد کې د امنیت ټینګولو تمه نلري او ځکه د امریکا پوځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سیمه ایزپولیس ځواک جوړ کړ او د طالبانو پرضد جګړه یې د کلیو او ښارونو خلکو ته پرېښوده.

فرانسپرس د تحلیل په دوام کې زیاتوي، د سپېشل فورس د عملیاتو او اکمالاتو دوام چې د افغان حکومت دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري، بله ستونزه ده ځکه د دې ځواکونو او افغان چارواکو ترمینځ د شپې د عملیاتو او په هوايي حملو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د مسئلې پر سره ژوره بې اعتمادي پرځای پاتې ده.

آژانس د نړیوالو اړیکو د شورا د څېړنیز مرکز د غړي ستیفن بیدل له قوله لیکي چې وايي، که د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره ناڅاپه د امریکا په مرستو کې کموالی راشی نو ښايي افغان چارواکي له سپېشل فورس سره مرسته او همکاري ونکړي. د بېدل په وینا د سپېشل فورس حضور به په خاص ډول د افغانانو لپاره یوه لانجمنه مسئله وي.
XS
SM
MD
LG