د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۱

د پاکستان پوځ خپل یو لوړ پوړی پوځي چارواکى محاکمه کوي

ټاکل شوې د پاکستان یوه ځانګړې پوځي محکمه نن د دغه هیواد د یوه عالي رتبه پوځي افسر محاکمه پيل کړي.

دغه افسر چې ډګروال علي خان نومیږي او د پوځ په مرکزي قوماندانۍ یا جي اچ کيو کې يې دنده ترسره کوله تیر کال د پوځ له اصولو او مقرراتو څخه د سرغړاوي په تور ونیول شو.

پر نوموړي تور دی، چې د حزب التحریر ډلې سره يې نژدې اړيکې لرلې او هڅه يې کوله، چې د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ځينې نور پوځي افسرانو هم دې ډلې ته جذب کړي.

حزب التحریر یوه له هغو ډلو ده چې، په پاکستان کې یې پر فعالیتونونو بندیز لګول شوی.

د پاکستان پوځ تر اوسه د ډګروال علي خان د محاکمې په باب څه نه دي ویلي، خو يوه ځايي تلویزیون د پوځي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د ډګروال علي خان او د هغه د څلورو ملګرو محاکمه به نن د شنبې په ورځ د سیالکوټ په یوه پوځي مرکز کې پيل شي.

بل خوا ځينې سرچینې بیا ادعا کوي، چې دغه محکامه نن سهار پيل شوې، خو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

جنرال علي خان چې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې يې دنده ترسره کوله د ۲۰۱۱ میلادي کال د می پر ۶مه ونیول شو، په پيل کې پوځي سرچینو د نوموړي نیونه رد کړه، خو څه موده وروسته يې په رسمي ډول تایيد کړه، چې نوموړی له یوې ناقانونه سخت دریځې ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوی او تر تحقیق لاندې دی.

د پوځي چارو کارپوهان وايي، که پر نوموړي لګیدلي تورونه ثابت شي، نه یواځې دا چې له دندې به ګوښه کړل شي بلکې د بند سزا به هم ورکړل شي.

د پاکستان پوځ په باب ویل کیږي، چې د پخواني پوځي دیکتاتور جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پرمهال سخت دریځو مذهبي عناصرو ورته لاره موندلې وه او د ورته عقایدو افسران تر لوړو مقامونو رسیدلي وو.

خو وروسته بیا بل پوځي دیکتاتور جنرال پرويز مشرف د دغو خلکو د زور کمولو په هدف یولړ ګامونه پورته کړل، خوبیا هم ویل کیږي، چې مذهبي ډلو او نظریاتو ته مایل افسران په کې لا هم نفوذ لري.

د یادونې وړ ده، چې د پوځ د ویندوی دفتر تر اوسه د دې خبر د تایيد یا تردید په باب هیڅ نه دي ویلي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG