د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۱

د امريکا کانګرس په بلوچستان کې د ملتپالو بلوڅو د خپلواکۍ غوښتنې د مبارزو ملاتړ وکړ

ملک سراج اکبر
ملک سراج اکبر
د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو کومېټې د بلوچستان د وروستۍ خرابې امنيتي وضعې، په دې ايالت کې د بشري ضد اعمالو، د بلوڅو ملتپالو پر وسلوال مقاومت او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې د هڅو په اړه يوه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د امريکا د کانګرس ګڼ شمېر غړيو، پاليسي جوړوونکيو او د بشري حقونو د سازمانونو مشرانو هم برخه اخيستې وه.

دا چې په دې غونډه کې څه خبرې شوې، په دې اړه د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل په امريکا کې له مېشت بلوڅ ژورناليست ملک سراج اکبر سره- چې دې غونډې ته ورغلى وو- مرکه کړې ده چې ستاسې پام ورته را ګرځوو:

پوښتنه:- ملک سراج اکبر د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو کومېټې په لومړي ځل د بلوچستان پر حالاتو باندې غونډه را بللې، تاسې هم دې غونډې ته ورغلي واست، که راته وواياست چې په غونډه کې څه خبرې وشوې؟

ځواب:- هو، دا د امريکا د بهرنيو اړيکو د کومېټې غونډه وه چې د امريکا د کانګرس غړيو، پاليسي جوړوونکيو او نورو ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخيستې وه، په غونډه کې پر دوو موضوعاتو خبرې وشوې، لومړى په بلوچستان کې پر بشري ضد اعمالو خبرې وشوې، چې اکثره د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا تر سره کېږي، د امريکا د کانګرس غړي د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو ډېر بدزړي وو چې وايي پاکستان د ترهګرۍ په ضد له امريکايي مرستې ناوړه استفاده کوي.

د ايمنسټي انټرنېشنل د نړيوالې دفاع مشر ټي.کمار وويل د پاکستان حکومت له دغو وسلو څخه د سيکولر او ملتپالو بلوڅو په خلاف کار اخلي، هغه چې د بلوڅو د وسايلو د دفاع لپاره جنګېږي، د کانګرس غړي اندېښمن وو چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې ژمن نه دى، نو د کانګرس په غونډه کې بايد دې خبرې ته توجه وشي چې له پاکستاني او حکومت سره دغه مرستې دي ودروي.

يوه خبره خو دا وه، بله په زړه پورې خبره دا وه چې آيا هلته څومره کسانو له پاکستان د بېل ازاد بلوچستان ملاتړ کاوه، پينځه تنه رابلل شوي وو چې په غونډه کې شاهدي ورکړي، يو له هغوى څخه ډګروال رالف پيټرز وو چې مشهور ستراتيژي جوړوونکى او پوځي کارپوه دى، وويل چې بلوڅان د پاکستان برخه نه دي، پاکستان بايد له دوى سره د بلوچستان په ازادۍ کې مرسته وکړي، دا د کانګرس د نورو څلورو غړيو لپاره حيرانوونکې خبره وه او هغوى هم د ډګروال رالف خبرې تاييد کړې او ويې ويل چې پاکستان د امريکا لپاره د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د باور وړ همکار نه دى او په بشري ضد اعمالو تورن دى، نو امريکا بايد عملاً د بلوڅو تحريکونو ملاتړ وکړي.

پوښتنه:- خو اوس تازه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له خوا يوه بيانيه خپره شوې، د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکټوريا نولنډ ويلي چې امريکا نه غواړي بلوچستان له پاکستانه بېل شي، آيا دا خبره هم په دې غونډه کې وڅېړل شوه؟

ځواب:- هو، د امريکا د خارجه وزارت د وياندې خبره اقتصادپوه بريډ شرمن- چې ډيموکراټ دى- ياده کړه، دا ډېره په زړه پورې وه چې په دې غونډه کې د امريکا د ريپبلکن او ډيموکراټ دواړو ګوندونو د کانګرس غړيو برخه لرله، دوى دواړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې خبرو ته په اشارې سره په بلوچستان کې پر بشري ضد اعمالو اندېښنه څرګنده کړه.

دوى وويل چې د بهرنيو چارو د وزارت نظر ته احترام لري، خو دا چې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د حکومت دريځ وړاندې کوي په مستقيم ډول د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې د هڅو ملاتړ نه شي کولاى، دوى چې له حکومت او ګونده په چپه د کانګرس په استازيتوب د بلوچستان د خپلواکي غوښتنې پر فعاليت همنظره وو، نو داسې څرګندېږي چې دا موضوع به په امريکا کې تر راتلونکيو انتخاباتو وروسته وڅېړل شي چې د امريکا حکومت بايد پر خپلې بهرنۍ تګلارې خصوصاً له پاکستان سره پر خپله ستراتيژۍ بياکتنه وکړي.

په غونډه کې د کانګرس دوو غړيو وار له مخه لا د ورځپاڼو په سرليکنو کې د امريکا له حکومته غوښتي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي. دوى غواړي چې په پاکستاني او ايراني بلوچستانونو کې بلوڅو ته بايد خپل هر ډول بشري حقوق ورکړل شي.

پوښتنه:- په دې غونډه کې خو د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو او په پاکستان کې د بشري حقونو د څار د نړيوالې ټولنې يوۀ مشر علي حسن دايان هم برخه اخيستې وه، دوى په بلوچستان کې د بشري ضد اعمالو په اړه خصوصاً اوس چې د بلوڅو خراب شوي مړي موندېږي، په دې اړه څه وويل؟

ځواب:- علي دايان حسن ادعا وکړه او ويې ويل دى پخپله بلوچستان تللى وو او هلته يې پر بشري ضد اعمالو يې مستند فلم جوړ کړى وو، ده وويل چې په بلوچستان کې د خلکو په وژلو او شکنجه کولو کې د پاکستان پوځ، ملېشه ځواکونو او استخباراتي ادارې لاس لري، دۀ وويل چې امريکا له پاکستان سره د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره مرسته کوي، خو دوى ملتپال او خپلواکي غوښتونکي بلوڅان وژني او نور بشري ضد اعمال تر سره کوي.

پوښتنه:- تر دې وړاندې هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بلوچستان د اوسني خراب وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان له حکومته يې دلته د بشري ضد اعمالو د مخنيوي غوښتنه کړې وه او اوس دغه د امريکايي کانګرس د بهرنيو اړيکو د کومېټې له خوا د بلوچستان پر حالاتو ځانګړې غونډه وشوه، تاسې د يوۀ بلوڅ ځوان او ژورناليست په توګه څه فکر کوئ چې آيا امريکا ريښتيا هم د بلوچستان موضوع په جدي توګه حل کول غواړي؟

ځواب:- زه فکر نه کوم چې امريکا دي اوس په بشپړه توګه د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي، خو پر بشري ضد اعمالو باندې د امريکا حکومت، د کانګرس غړي او د بهرنيو چارو وزارت ټول اندېښنه لري. د يوۀ بلوڅ ژورناليست په توګه زه دا درته ويلاى شم چې د بلوچستان د حالاتو په اړه دا ښه ګام او پرمختګ دى چې د امريکا د کانګرس د کومېټې په غونډه کې هراړخيزې خبرې پرې وشوې.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG