د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

"د شیکاګو په سرمشریزه کې به د افغان ځواکونو د تمویل اندیښنې پای ته ورسیږي"


افغان چارواکي تمه لري، چې په شیکاګو کې به د ناټو د غړېو هېوادونو د سرمشریزې په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه موجوده اندیښنې پای ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د شیکاګو کنفرانس د روان میلادي کال په مې میاشت کې جوړیږي او د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو په کې خبرې کیږي.

د ښاغلي موسی زي په خبره په دې کنفرانس کې به د امنیتي مسوولیتونو د لړۍ پر بریالیتوب، د افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي ستراتیژیکو همکاریو پرسند او دغه راز د اوږدې مودې لپاره له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه خبرې وشي:

(د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو لږ تر لږه د لسو نورو کلونو لپاره د انتقال د پروسې نه اخوا د نړېوالې ټولنې مالي ملاتړ ته اړ دي هم د تعلیم او تربيي په برخه کې هم د تجهیزاتو په برخه کې وسایطو په برخه کې او همداراز د نورو اړتیا د رفع کولو لپاره نړۍ زموږ سره دا خبره منلې نو د شیکاږو په سرمشریزه کې به په دغو مسایلو به تصامیم نیول کیږي او هغه به نړۍ ته اعلانیږي.)

جانان موسی زي وویل، چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ ښې اړیکې موجودې دي او کوښښ کیږي، چې له بېلابېلو هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو په لاسلیک کولو سره دا اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

موسی زي څرګنده کړه، چې د جرمني په مونیخ کې هم د امنیت د کلني کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د امریکا، جرمني او سترالیا د بهرنیو چارو له وزیرانو او د چین او جاپان د بهرنیو چارو د وزارتونو له مرستیالانو سره خبرې وکړې او هغوي ټولو ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې په دې خبرو اترو کې دا هم مطرح شوه، چې په افغانستان کې نا امنۍ د نړۍ د بې ثباته کولو په معنی ده او نړېواله ټولنه دې مسالې ته زیر شوې ده:

"نړېواله ټولنه د افغانستان د دوامداره امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ټینګه ژمنه لري ځکه په دې هېواد کې نا امنۍ په سیمه او نړۍ کې هم د نا امنیو او د تروریزم د ودې سبب ګرځي.

پر دې مسایلو څرګندې خبرې وشوې او جدي مطرح شوې".

له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره داسې اندیښنې موجودې دي، چې ښایې نړېواله ټولنه له دې هېواد سره خپلې مرستې کمې کړي او افغانستان ونه توانیږي د خپلو امنيتي ځواکونو لګښت پوره کړي.

د دې ترڅنګ یو شمېر کتونکي اندیښمن دي، چې د نړېوالې ټولنې له خوا تر اوسه پورې د افغان امنیتی ځواکونو تجهیز او روزنې ته هم هغه شان چې لازمه ده پام نه دی شوې، خو افغان چارواکي ډاډ څرګندوي چې نړېواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا او ناټو په دې برخه کې له دوي سره ټینګې ژمنې کړي او له ۲۰۱۴ میلادي کال څخه وروسته به هم تر لسو کلونو پورې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې هر اړخیزې مرستې جاري وساتي.
XS
SM
MD
LG