د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۶

ای ایم ایف:د پاکستان اقتصاد له سخت خطر سره مخ دی


د پیسو نړېوال صندوق یا ای ایم ایف پاکستان ته د مالي کسر او اقتصادي ودې په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل: د دغه هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخامخ دی.

د پیسو نړېوال صندوق په خپل کلني راپور کې پرون وویل، د پاکستان اقتصاد به په ۲۰۱۱-۲۰۱۲ مالي کال کې تر درې اعشاریه څلور فیصدو پورې وده ولري.

د پاکستان مالي کال په جون کې پای ته رسېږي.

د پیسو نړېوال صندوق وايي، د پاکستان د مرکزي بانک له خوا بازار ته د چلند لپاره د زیاتو پیسو وړاندې کول به په دغه هېواد کې د انفلاسیون اندازه دوه برابره کړي.
XS
SM
MD
LG