د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

"د ايران په اړه ډېرې بې ځوابه پوښتنې پاتې دي"


د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، متحد ايالتونه په دې اړه سم اټکل کړی، چې ايران څه وخت اتومي وسله جوړولی شي.

ده په عين حال کې خبرداري ورکړ، چې لا د ايران د فعاليتونو په باب ډېرې بې ځوابه پوښتنې پاتې دي،د امريکا ولسمشر وويل:

«ايا موږ ټول پوهېږو، چې په ايران کې څه ډول فعاليتونه روان دي، ښکاره ده چې نه يو خبر.»

د ه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، ايران تر بل هر وخت اوس په څو برخو وېشل شوی دی.

د امريکا د ولسمشر په وينا پر دې پوهېدل، چې په ايران کې په مختلفو وختونو کې څوک پرېکړې کوي، ډېر ګران کار دي.

بارک اوباما وويل، سره له دې چې باور لري چې د ايران اتومي مسله د ديپلوماسۍ له لارې اوارېداي شي، د امريکا متحد ايالتونه پر بېلابېلو انتخابونو يا لارو چارو غور کوي،بارک اوباما وويل:

« موږ له دغو لارو چارو څخه کار اخيستلو ته تيار يو.»

ښاغلي اوباما دا خبره د دوشنبې په ورځ له سي اين اين تلويزيون سره په مرکه کې وکړه.

ده دا خبرې په داسې وخت کې وکړې، چې د امريکا د کليدي متحد اسراييلو له لوري پر ايران د هوايي حملو د امکاناتو په اړه په منځني ختيځ کې اټکلونه خورا زيات شوي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د يکشنبې په ورځ ويلي و، چې هېواد يې له اسراييلو سره له نژدې کار کوي او ګومان نه کوي چې اسراييل دې پر ايران د حملې اراده ولري، دي هيله لري، چې دا مسله له ديپلوماتيکې لارې حل شي.

اوباما سي اين اين تلويزيون ته وويل، فکر کوي چې اسراييل د دې موضوع په اړه پرېکړه کوي، چې په راتلونکي کې کوم کار ته اړتيا لري.

د متحدو ايالتونو د دفاع وزير ليون پنيتا تېره اوونۍ هغه راپور رد نه کړ، چې پر اساس يې ويل شوي و چې اسراييل د سږکال په پسرلي کې د ايران پر اتومي تاسيساتو د بريد په لټه کې دي.

خو بارک اوباما په خپله مرکه کې له دې مسلې انکار وکړ، ويې ويل چې امريکا اوس تر بل هر وخت له اسراييلو سره له نژدې په تماس کې ده.

ده دا هم وويل، په خليج کې هر ډول پوځي اقدام به پر دوي هم لوي اغېز ولري، امکان لري د تېلو بيه په نړيوالو بازارونو کې لوړه کړي او بل اغېز يې دا دي چې امريکا د ايران په ګاونډ افغانستان کې پوځيان لري.
XS
SM
MD
LG