د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

"فکر نه کوم چې اسراییلو به پر ایران د برید پریکړه کړې وي"


ولسمشر بارک اوباما ویلي، هغه فکر نه کوي چې اسراییلو به په دې اړه چې دا هېواد باید د ایران په وړاندې څه وکړي، کومه پریکړه کړي وي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ولسمشر اوباما په حواله وايي، سره له دې چې واشنګټن د ایران په وړاندې په هر راز اقدام غور کولای شي، خو د نوموړي په وینا متحده ایالات د نړېوالې ټولنې سره په همغږۍ د ایران د اټومي پروګرام د دیپلوماتیک حل غوښتونکی دی.

په دې اړه، چې ایا اسراییل به له دې نه مخکې چې پر ایران حمله وکړي امریکا ته خبر ورکړي او که څنګه بارک اوباما څه ونه ویل، خو څرګنده يې کړه چې واشنګټن او تلبیب د تیر هر وخت په مقایسه په خپلو کې ټینګي پوځي او استخباراتي اړیکي لري.

د امریکا ولسمشر وویل، موږ غواړو ورو ورو د ایران د اټومي پروګرام د دپیلوماتیک حل په اړه ډاډمن شو.

بل لور ته بیا ګارډین ورځپاڼه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د مرستیال مشر حسین سلامي په حواله وايي، چې ایران به هر هغه هېواد او سیمه چې پر ایران حمله وکړي، په ځوابي حملې سره په نښه کړي.


له دې نه وړاندې د جمعې په ورځ د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامني خبردارۍ ورکړ، چې پر ایران د بندیزونو په ځواب کې به پر اسراییلو حمله وکړي او د هر هغه هېواد او یا ډلې ملاتړ به وکړي، چې له اسراییلو سره جګړه وکړي.

خامنه يي په خپله دوه ساعته تلویزوني وینا کې اسراییل د سرطان د دانې په نامه یاد وکړ او ګواښ يې وکړ چې هغه به قطع شي.

اخوا بیا د ترکيي د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د مونشن نړېوال امنیتي کانفرانس ته وویل د لویدیځ له خوا پر ایران باندې حمله به یو ناورین رامنځته کړي.

نوموړي د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره د پراخو دیپلوماتیکو هلو ځلو ټینګار وکړ.

داوود اوغلو هیله څرګنده کړه، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه راتلونکي خبري اتري به بشپړه نتیجه ورکړي.
XS
SM
MD
LG