د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د نورستان له مرکز سره تړلې لارې د واورو له امله بندې شوي


په نورستان کې د زیاتو واورو د ورښت له امله د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو ته غزیدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي، خو خلک له دولتي چارواکو غواړي چې باید ژر تر ژره ورته د لارو د پرانیستلو غم وخوري.

د نورستان ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه تیره شپه ګڼو کسانو ازادۍ راډیو ته تیلیفونه کړي او د واورو د پرله پسې ورښت له امله یې د لارو د بندیدو او د هغه په سبب د رامنځ ته شوو ستونزو په اړه يي معلومات ورکړي دي.

د لویدیځ نورستان د دواب اوسیدونکی نعمت الله وایې، درې ورځې کیږي، چې په سیمه کې یې واوره وریږي، کلیو او ولسوالۍ ته تللې لارې يي د خلکو په مخ تړلي دي:

"واوره وریږي او له یو کلي نه بل ته تګ راتګ نه کیږي، ډیر مشکلات دي، موږ له لوړ پوړو چارواکو غواړو چې باید د لارو په خلاصولو کې ګړندي ګامونه واخلي."

په مشرانو جرګه کې د نورستان خلکو استازي حافظ عبدالقیوم وویل، چې د نورستان د نورو ولسوالیو په څیر دواما ولسوالۍ او د نورستان د مرکز پارون ترمنځ لاره بنده ده او تر اوسه حکومتي چارواکو يي د خلاصون لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

"د پارون او واما ولسوالۍ ترمنځ لاره کاملا تړل شوې ده او دا مرکزې لاره ده چې د نورستان ولایت مرکز ته غزیدلې، خلک هم د واورو د وریدو له امله ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي."

هغه ویره لري، چې که چېرته د واورې ورښت همداسې دوام وکړي نو په سیمه کې به د خوراکي موادو کمی رامنځ ته شي.

د نورستان مرستیال والي، محمد نبي احمدي تیره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، چې پر لپسې دوه ورځې واوره وریدلې او دوي دیته نه دي وزګار شوي چې لاره پاکه کړي:

"نن او پرون واوره وریدله، نو په دي خاطر د فواید عامې هغه عمله چې لاره پاکوي، هغوي ونشو کولای چې له سرک څخه واوره لري کړي.

موږ شکر امکانات لرو، سکواټر لرو او عمله يي هم راسره موجوده ده، نن او پرون چې مسلسله واوره وه او انشاالله چې سبا به د لارې پاکولو لپاره کار شروع شي او هیله لرو چې سبا به لاره خلاصه شي."

په نورستان کې د هېواد د نورو یخو سیمو په څیر هر کال د ژمي پر مهال ډیره واوره وریږي او لارې بندوي چې له امله يي خلک د میاشتو میاشتو لپاره د ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

په تیرو کلونو کې به د نورستان چارواکو ګیله کوله، چې د واورو د پاکولو لپاره وسایل نه لري، خو سږ کال بیا چارواکي وايي، چې دوي سره امکانات شته او لارې به د ډیرو ورځو لپاره بندې پاتې نه شي.

روح الله انوري کونړ
XS
SM
MD
LG