په داسی حال کې چې ټاکل شوي د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړي نن هغه پریکړه لیک ته رايې ورکړي چې په هغه کې په سوریې کې شخړې غندل شوې دي، د بشري حقونو یوې ډلې خبر ورکړى چې حکومتي ځواکونو څه باندې دوه سو تنه په حمص ښار کې وژلي دي .
په سوریې کې د بشري حقونو د څار سازمان پرون وویل په حمص کې دوه سوه اوولس تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
محمد کوشا چې د سوريې یو اوسېدونکى دى او په دې اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وايي:
”پوځ او امنیتي ځواکونه اعتراض کوونکي وژني، خو دوى سوله يیز اعتراض کوونکي دي . امنیتي ځواکونه ماڼۍ نړوي پر کلیساګانو او جوماتونو ډزې کوي . هغو د هغو خلکو ودانۍ نړوي چې د ازدۍ غوښتونکي دي دا نو کاملا د منلو وړ نه ده”
د سوریې دولتي خبري رسنیو له دې انکار کړى چې پوځي ځواکونو په مرکزي ښار حمص کې له څه باندې دوو سوو تنو په وژنې کې لاس درلود .
د سوریې دولتي خبري اژانس سنا نن په دې خونړیو پیښو کې وسله والې ترهګرې ډلې ملامتې وبللې او په دې وژنو کې یې د پوځ د لاس لرلو په اړه راپور ، تحریف شوی وباله .
د ملګرو ملتونو په مسودې کې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد څخه غوښتل شوې دي چې له واکه ګوښه شي.
سربېره پر دې چې په مسوده کې یو لړ بدلونونه راغلي دي بیا هم روسیه چې د امنیت شورا دایمي غړې ده وایي، له دې پرېکړه لیک سره به مخالفت وکړي.