د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو


د ولسې جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره د انتخاباتو په ترڅ کې د دې جرګې غړي وتوانیدل، چې یوازې حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه انتخاب کړي.

د حاجې ظاهر قدیر پر وړاندې په دې انتخاباتو کې حاجي نادرخان کټوازی ولاړ وو چې له دوه سوه لسو رایو څخه یې یوازې شپږ څلویښت رایې وګټلې او ښاغلي قدیر یو سل او څلویښت رایې ترلاسه کړې.

د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د دې جرګې د اداري د ټاکلوله انتخاباتو څخه وروسته وویل، چې د ولسي جرګې د دوهم مرستیال، لومړي منشي او دوهم منشي څوکیو ته به د مخکښو کاندیدانو ترمنځ دوهم ځل انتخابات د سې شنبې په ورځ ترسره شي:

"ښاغلی حاجی ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه انتخاب شو، چې خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې ورته له پاک الله نه لا بریالیتوب غواړم.

خو نورو څوکیو ته هیڅ یوه کاندید پنځوس جمع یوه رایه پوره نه کړه نو له همدې امله انتخابات دوهم پړاو ترسره کیږي".

د ولسي جرګې د دوهم مرستیال څوکۍ ته احمد بهزاد، حاجي محمد عبده او جعفر مهدوي کاندیدان وو، چې یوه هم لازمې رایې تر لاسه نه کړې،دغه راز د ولسي جرګې د لومړي منشي څوکۍ ته عبدالستار خواصي او ظهیرسعادت او د دوهم منشي څوکۍ ته فرهاد عظیمي او قیس حسن دریدلي وو، چې یوه هم یو سل او شپږ رایې ونه ګټلې.

بل لور ته د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ چې د یکشنبې په ورځ یې ځان د ولسې جرګې د لومړي منشي څوکۍ ته کاندید کړی وو، ادعا کوي چې تیره شپه دې ته د ټیلیفون له لارې ډیر ګواښونه شوي چې باید له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیره شي او وایي، چې له همدې امله یي خپله کاندیداتوري بیرته واخیستله.

په دې لړ کې یوه اندیښنه چې څیړونکي ورته ګوته نیسي هغه دا ده چې حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې په تیر کاري کال کې د حکومت پرضد دریځ درلود او د دې جرګې د لومړي مرستیال په توګه د ده انتخابیدل ښایي د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ یو ډول ټکر رامنځ ته کړي.

خو په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ویاند نعمت الله بشروال دا موضوع دومره جدي نه بولي، ده ازادۍ راډیو ته وویل، په ولسي جرګې کې هره پریکړه د رایو په اکثریت کیږي او یو شخص که په هره څوکې کې وي نشي کولای چې کومه پریکړه وکړي.

په تیر کاري کال کې هم د ولسي جرګې د دوهم مرستیال څوکۍ ته کاندید وکیلان ونه توانیدل چې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې انتخابات وګټي او د دې څوکۍ لپاره څو ځلې انتخابات ترسره شول.

د قانون له مخې د ولسي جرګې رییس د پنځو کلونو لپاره او د اداري پلاوي پاتې غړي د یوه کال لپاره د ازادو انتخاباتو په ترڅ کې انتخابیږي، د ولسي جرګې غړي وایي چې د اداري پلاوي له انتخاباتو وروسته د کابینې پاتې غړو ته رایه ورکول د دوي کاری لومړیتوب جوړوي.

دغه راز ولسمشر کرزي هم د ملي شورا د دوهم کاري کال په پرانیستلو کې په خپله وینا کې ژمنه وکړه، چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي له انتخابیدو وروسته به د کابینې پاتې وزیران دې جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره ولیږي.
XS
SM
MD
LG