انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: له افغانستان څخه د اوباما د وتلو یوازینۍ لار خبرې دي – تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:
په روانې اوونۍ کې وسله والو په کندهار کې د امریکایي ځواکونو اډې ته نږدې بله حمله وکړه.
په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان ایلن بل ډول څرګندونې وکړې او په یوه متضاد بیان کې یي وویل، ملا عمر په طالب وسله والو کنترول له لاسه ورکړی او که نه نو، هغه باید په ملکي خلکو باندې دا ډول حملې سمدستي غندلې واي.
ګاردین زیاتوي، ملا عمر د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو په تړاو د غوښتل شوېو کسانو د لیست په سر کې دی، خو تر ټولو عجیبه خو دا ده چې د ملاعمر تر قوماندې لاندې طالبان له څو کالو راهیسي له امریکا سره په خبرو کې ښکیل دي، مګر خبرو یي د توافق کومه نتیجه نده ورکړې.
ګاردین لیکي: د کندهار حمله ممکن د طالبانو هغې ډلې کړې وې چې له امریکایانو سره د طالب مشرانو د خبرو مخالفت کوي.
دا حمله په ساده عبارت، په یوې ستړې او ستومانه امپراطورۍ باندې یو بل غشی و چې د کارونو د چټکتیا په مقصد یي ورخوشې کړ.
د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د خبري رسنیو له خوا د پرمختګونو خبرې ټولې غلوونکې وې او مقصد یي دا و چې له وسله والو سره خبرې وشي او د کرزي رژیم ګوښه شي.
ګاردین زیاتوي، په تېرو دوو کلونو کې د نوېو طالبانو دوې ډلې د قدرت اخیستو لپاره هڅې کوې. په امنیتي تاسیساتو، استخباراتي پوستو او د ناتو ځواکونو د انتقال په هلیکوپترو باندې د دوي حملې ښیې چې دغو وسله والو په افغان حکومت کې نفوذ هم کړی دی.
د ورځپاڼې په باور، د افغانستان چریکي ډوله جګړه که مفکوروي جګړه نه وی، نو د دوهمې نړېوالې جګړې د مقاومت له غورځنګونو، ویتنام، چین ، کیوبا، ماوو او چیګوارا سره خو شباهت لري.
ګاردین وړاندې لیکي: کومو ځواکونو چې د پاکستان د استخباراتي ادارې اي ایس اي پر خلاف په افغانستان کې د ملا عمر د رژیم په ړنګولو کې ونډه درلوده، دا مهال په یوه خوله یا یوه اواز نه دي.
ایران د اټومې مسلې پرسر د لویدیځ د بندیزونو په لانجې کې ښکیل دی، د شمال ایتلاف یوازې بدنه پاتې ده او مشران یي د کرزي د کورنۍ د غړیو په څېر، د ثروت او دولت په ټولولو مصروف دي او د پاکستان پوځ هیڅکله هم د طالبانو له ملاتړ څخه لاس ندی اخیستی.
ورځپاڼه د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي:
د افغانستان د شخړې دواړه خواوې پرځای ولاړې دې. وسله وال پوځي بری نشي حاصلولای، خو د ناتو بری یي هم نا ممکن کړی دی.
د امریکا متحده ایالات ممکن د دوي په ژبه دا “برحقه جګړه” وګټې خو په نتیجه کې به یي افغانستان ویجاړ او یو دوه میلونونه نور افغانان هم له منځه لاړ شي. په سیاسي لحاظ دا حالت عملې ندی. پدي توګه خبرې د حل او د امریکایي ځواکونو د وتلویوازینۍ ممکنه لار ده.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې پر ښځو باندې د جنسي تېرې او د قربانیانو د بندې کیدو مسلې څېړلې او د ګلناز په نامه د هغې افغانې ښځې مسله یي راپورته کړې چې د یوه ظالم سړی له خوا ورباندې جنسی تیری شوی و.
پر ځای د دې چې هغه سړی ونیول شي او سزا ورکړه شي، دا بې وزلې ښځه زندان ته اچول شوې وه چې وروسته د بشري حقونود فعالانود هلو ځلو په نتیجه کې د جمهور رئیس کرزي په فرمان له بنده ازاده شوه.
ورځپاڼه زیاتوي، د خواشینۍ خبره دا ده چې د ګلناز مسله د غلطو اصولو یا اجراتو یوازنیۍ نمونه یا نتیجه نه ده، بلکه د دې څرګندوي ده چې د افغانستان په زندانونو کې د ښځينه بندیانو له نیمایي څخه زیات شمېر یي د اخلاقې جرمونو په نامه د بند شپې سبا کوي.