ګارډین:
ګارډین ورځپاڼې د اروپايي چارواکو له قوله لیکلي، که د امریکا حکومت ژر تر ژره اقدام ونه کړي او له هغه وړاندیز سره سم چې طالبانو کړی، خبرې پیل نه کړي یعني طالب بندیان له ګوانتنامو خوشي نه کړي د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره به یو تاریخي فرصت له لاسه ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي: امریکايي چارواکي وايي چې د سولې د خبرو پروسه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د اصرار په خاطر تم شوې، ځکه چې هغه اندېښنه لري چې دی له خبرو څنګ ته پرېښوول شوی دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي روانه اوونۍ د خبرو د بیا پیلولو لپاره د افغانستان له ولسمشر سره خبرې وکړې.
ګارډین ورځپاڼه لیکي:
په خبرو کې شامل امریکايي مقامات، واشنګټن هڅوي چې مخکې تر دې اقدام وکړي چې د هر لوري افراطي اړخونه مداخله وکړي او د خبرو پروسه کمزورې کړي.
فارن پالیسي:
فارن پالیسي خپرونې د پاکستان په اړه د سوال او ځواب په بڼه په یوه تحلیل کې ۲۰۱۲ کال د دغه هیواد لپاره له اقتصادي او امنیتي پلوه له ستونزو ډک کال بللی او بیا یې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې د دغه هیواد د وضعیت په اړه یو لړ اټکلونه کړي دي.
فارن پالیسي وايي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدا به احتمالاً له پاکستان سره د امریکا مرستې محدودې کړي او له تروریزم سره د مبارزې لپاره به دغه هیواد ته د امریکا مرستې پای ته ورسوي.
دا خپرونه وايي چې د امریکايي پوځیانود شمېر کمېدل به د پاکستان دا بېره لا زیاته کړي چې امریکا په افغانستان کې د مشرتابه چارې هند ته سپاري او د پاکستان دغه پخواني سیال ته موقع ورکوي چې پاکستان محاصره کړي.
فارن پالیسي دا د پاکستان یو هسي تش شک نه بولي او وايي چې په افغانستان کې د هند پرمختیايي او دیپلوماتیک حضور یو حقیقت دی او دې هیواد له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.
فارن پالیسي دا یادونه هم کوي چې هند غواړي، د افغانستان د شمال ايتلاف له ډلو سره دودیزې اړیکې احیا کړي.
د دې نشریې په باور په همدې علت به پاکستان سږکال په خپله خاوره کې د طالبانو پر مشرتابه د فشار راوړلو لپاره د امریکا زیاتېدونکي فشار ته غاړه کښېنږدي.د فارن پالیسي په وینا د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ممکن پر طالبانو حساب وکړي چې بیا به په افغانستان کې د دوی پر باوري دوستانو بدل شي.
خو فارن پالیسي دا حرکت د ټولې سیمې لپاره ناوړه بولي، ځکه چې د جنوبي اسیا د اقتصادي یووالي لور ته پرمختګ له ستونزو سره مخامخ کوي.
الجزيره:
الجزیرې په افغانستان کې د ملګروملتو د پخواني خاص استازي کای ایدې یو مطلب خپور کړی.
کای ایدې یو ځای لیکلي: زه له ډېره وخته د افغانستان د ښکلا او د دغه هیواد د خلکو لېواله یم او له کله چې له افغانستانه وتلی یم دوی مې یادېږي.
کله چې به د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تلم، زه به د الوتکې د کړکۍ خواته کښېناستم چې پر غرونو ډېرې واورې او لاندې د مځکې رنګ ووینم. له ځان سره به مې ویل چې ایا حاصلات به سږ کال ښه وي؟ ایا بیا به هم د خوراکي موادو کموالی وي؟ ایا موږ به دا ځل هغو سیمو ته چې اضطراري مرستو ته اړتیا لري ځانونه ورسولی شو؟