د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۸

د حمزه شینواري کورنۍ له ازادي راډیو څخه ځانګړې مننه وکړه


له ښۍ خوا: زردشت شمس او مراد شينوارى
له ښۍ خوا: زردشت شمس او مراد شينوارى
د غزل بابا امير حمزه خان شینواري کورنۍ له ازادي راډیو نه مننه وکړه، چې د مراد خان شینواري دناروغۍ خبر په خپرولو یې نه یواځې دا چې د روغتون د عملې رویه بدله کړه، بلکې د افغانستان دولت او دخیبر اجنسۍ پولیټيکل اجنټ ورسره یولړ مالي مرستې هم وکړې.

د امیر حمزه خان شينواري لمسي او د مراد خان شینواري زوی سجاد شینواري، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، وروسته له هغې چې د ازادي راډیو له لارې د ده دپلار د ناروغۍ او د خیبر پښتونخوا د حکومت د نه پاملرنې خبر خپور شو نو پاکستاني رسنیو هم دغه موضوع تعقیب کړه ، چې په نتیجه کې یې د روغتون مسوولینو دده درملنې ته لږ ډيره پاملرنه وکړه :

" د ازادي راډیو په باب خو به دا ووایم، چې تاسو لومړنی خبريال وۍ، چې زما د پلار پوښتنې ته راغلۍ او راپور مو پرې چمتو او خپور کړ.
له هغې وروسته د نورو پښتو او هم پاکستاني رسنیو خبريالان راغلل او راپورونه یې پرې جوړ کړل.
د ازادۍ راډیو د راپور له برکته و چې د افغانستان دولت د بابا د درملنې لپاره یولک کلدارې راولیږلې.
زه له تاسو، له حامد کرزي او په اسلام اباد کې د افغانستان دسفارت له مسوولینو په ځانګړې توګه له زردشت شمس صیب نه ډیره مننه کوم، چې په دې هکله یې جدي پاملرنه وکړه "

مراد خان شینواری د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري یواځنی زوی دی، چې له تیرو شاخوا دوو اونیو راهیسې د ګوزڼ ناروغۍ له امله د پيښور په یوه ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

سجاد شینواري دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې جمهور رئیس حامد کرزي په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت په سپارښتنه سل زره پاکستانۍ کلدارې د مراد خان شینواري د درملنې لپاره له هغه سره نغدي مرسته وکړه.

بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري آتشې ښاغلي زردشت شمس هم په خپل وار له ازادي راډیو مننه وکړه، چې د مراد خان شینواري د ناروغۍ خبر یې ددوی تر غوږونو ورساوه او دهغه له حاله یې خبر کړل :

" لومړی خو له ازادي راډیو نه ډیره مننه، دا خبر یې تر موږ راورساوه، کله چې موږ د ازادۍ راډیو له لارې خبر شوو نو لومړی د مراد شینواري پوښتنې ته ورغلم، بیا مې له هغه ځایه په اسلام اباد کې دافغانستان سفير ښاغلي محمد عمر داودزي صیب ته، چې هغه مهال په کابل کې و خبر ورکړ او هغه هم سمدستي جمهور رئیس له جریانه خبر کړی و.
له نیکه مرغه، چې جمهور رئیس سمدستي د سفير صیب په لاس یولک کلدارې راولیږلې "

نوموړي د ازادي راډیو خپرونې په رسنیز ډګر کې ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې دې راډیوتل په مثبت ډول د حقایقو په وړاندې کولو سره تر نورو لومړی ګام پورته کړی او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به هم دخلکو ستونزو ته په سمه توګه پاملرنه وکړي.

د یادونې وړده، چې د امیر حمزه خان شینواري یواځنی زوی، لیکوال او کیسه لیکونکی پينځه اتیا کلن مراد خان شینواری شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ګوزڼ ناروغۍ له امله د پيښور شیرپاو روغتون کې بستر شوی، چې لا هم د جدي پاملرنې یا ICU واټ کې دمرګ و ژوندون په کشکمش کې تر درملنې لاندې دی.

ازادي راډیو لومړنۍ رسنۍ وه، چې د جنوري پر اتمه نیټه یې د راډیو دڅپو او انټرنیټ پاڼې له لارې د هغه د ناروغۍ خبر خپور کړ.

د نوموړي د کورنۍ د معلوماتو له مخې که څه هم د خیبر پښتونخوا حکومت لا هم له نوموړي سره هیڅ ډول مرسته نه د ه کړې او نه یې څوک پوښتنې ته ورغلي،خو د خیبر اجنسۍ پوليټيکل اجنټ د څو زرو کلدارو او د افغانستان دولت د یولک کلدارو نغدي مرستې ورلیږلې.
XS
SM
MD
LG