د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

ايران: د انتخاباتو په درشل کې د سياسي فعالانو نيونه زياته شوې


په تهران کې يوه نيول شوې مېرمن
په تهران کې يوه نيول شوې مېرمن
ایراني چارواکو په دې هیواد کې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د خبریالانو، روڼاندو او سیاسي فعالانو د نیولو لړۍ پيل کړې ده .

امنیتي ځواکونو څو ورځې مخکې د پرستو دوکوهکي په نوم یوه خبریاله په تهران کې له خپل کور څخه ونیوله او د ایوین زندان ته واستول شوه .

ویل کیږي چې د هغې د کمپیوټر په شمول زیات شمیر شخصي څيزونه یې ضبط کړي دي. پر میرمن دوکوهکي تور لګیدلی، چې د ایران د ملي امنیت پر ضد کارونه یې ترسره کول .

دوې ورځې وروسته د مرضیې رسولي په نوم یوه لیکواله ونیول شوه او غالبا په ورته تور د ایوین زندان ته استول شوي ده او بلاخره د چهارشنبې په ورځ د سهام الدین بورغاني په نوم د یوه خبریال نیول کیدل، ایرانیانو ته یو بل د خطر زنګ وګڼل شو .

د انتخاباتو په درشل کې:

داسې ګڼل کیږي چې د ایران د پارلماني انتخاباتو په درشل کې ، حکومت د هر ډول مخالفت د ځپلو هڅې کوي.

په فرانسه کې د بې سرحده خبریالانو د ټولنې د اسیا د څانګې مشر رضا معیني په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې ډول توقیفونو هدف په ایراني ټولنه کې د تفرقې اچول او په سیاسي فعالانو کې د ویرې خپرول دي:

“هر هغه څه چې د خبرتیاوو له خپرولو سره ارتباط پيدا کوی ، د یو چا د نیول کیدو عامل ګرځيدلای شي. په زیاتو مواردو کې اصلا د دې توقیفونو لپاره هیڅ دلیل هم نه شته”

د ایران پارلماني انتخابات د مارچ د میاشتې په دويمه نیټه تر سره کیږي چې تر یوه نیم میاشت کم وخت ورته پاتې دی.

د ایران پارلماني انتخابات په داسې حساس وخت کې ترسره کیږي، چې دا هیواد د خپل اتمي پروګرام په خاطر تر نړیوالو سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې دی او ګڼ شمیر ایرانیان له دې مسئلې څخه ناراضي دي.

له بله پلوه د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي او د جمهور ریس محمود احمدي نژاد دپلویانو تر منځ د قدرت مقابله په دې هیواد کې ژورو خپلمنځي اختلافاتو ته اشاره کوي او ښايي چې په انتخاباتو کې به لا څرګند شي .

په واشنګټن کې د ایران د چارو څیړونکی علي افشاري وایي چې رژیم خپل مشروعیت مخکې لا بایللی دی او اوس له ډول بې ثباتۍ یا ګډوډۍ څخه متاثر کیدای شي نو له همدې امله به په زور او فشار اتکا زیاتوي.

رپوټونه وايي چې د یوې ویب پاڼې چلونکي سیمین نعمت الله يي ، انلاین لیکوال محمد سلیمانیه او د سعید مدنی په نوم د سیاسي او مذهبي چارو فعال هغه کسان دي چې په وروستیو کې نیول شوي دی.

په تهران کې د حالاتو یوه څیړونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي وویل چې ښايي نور کسان هم ونیول شي.
XS
SM
MD
LG