د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۹

ښځینه کرکټ لوبغاړي: کرکټ بورډ راسره مرسته نه کوي


هېواد د کرکټ د ملي ټیم یوه لوبغاړې مریم نیازی
هېواد د کرکټ د ملي ټیم یوه لوبغاړې مریم نیازی

سره له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په وروستیو کلونو کې د کرکټ په مهمو نړېوالو سیالو کې بریالیتونه ترلاسه کړي، د کرکټ ښځینه ټیم هم وایي چې که، امکانات ورته برابر او لازمې مالي او تخنیکې مرستې ورسره وشي، کولای شي چې د کرکټ له بهرنیو مسابقو څخه ډک لاس راستون شي.

د هېواد د کرکټ د ملي ټیم یوه لوبغاړې مریم نیازی ازادۍ رادیو ته وویل، سره له دی چې د دوي ټیم فعال او په مسلسله ټوګه تمرین کوي خو د کرکټ بورد له خوا ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې:

«میدان نه لرو، لباس په خپله تهیه کوو، نور امکانات په شخصي پیسو برابروو، کرکټ بورد موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې، یوه روزونکې لرو ډیرې هڅې یې وکړې چې د کرکټ بورډ مرسته تر لاسه کړي، خو کرکټ بورد وایي، د هلکانو ټیمونه لرو، د نجونو ټیمونو ته ضرورت نشته، سره له دی هم موږ خپل تمرینونه جاري ساتو.»

مریم نیازی وایي سربیره پر کابل، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم
« ښځینه کرکټ ټیمونه » شته چې، د ورزشکارانو په شخصي مالي امکاناتو تمرینونه کوي.

نیازی وایي، تر اوسه یو کوچ هم نه لري چې معیاري کرکټ ور زده کړي.

افغانانو د کرکټ لوبه د کډوالې په وختونو کې، په پاکستان کې زده کړې او له ځانونه سره یي هېواد ته لیږدولې ده،د کرکټ ورزش په لږه موده کې د دې هېواد په ډیرو سیمو کې دود شو.

د افغانستان کرکټ بورډ، د کرکټ د ښځینه ورزشکارانو غوښتنې پرځای ګڼي خو وایي پلان لري چې، د کرکټ ښځینه ټیمونه تنظیم او د ورزش امکانات ورته برابر کړي.

په دی هکله د افغانستان د کرکټ د فدراسیون ویاند فرید هوتک ازادۍ رادیو ته وویل:

«کرکټ په افغانستان کې نوی ورزش دی، کرکټ بورډ ورته پلانونه ترتیب کړي، په عملي کېدو یي لاس پورې شوی او د ښځینه کرکټ پراختیا هم په کې شامله ده.»

افغان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي ټیم توانیدلی چې په وروستیو لسو کلونو کې په لږو مالي او تخنیکي امکاناتو د سیمي او نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې مسابقې وکړي او بریاو د ځان نصیب کړي.

کارپوهان وایي، افغانان له ورزش سره مینه لري او دولت ته پکار ده چې ځوان نسل په مالي او تخنیکي امکاناتو په دې برخه کې ښه وروزي، دوي سپورت پر مخدرو موادو د روږدیدو، ښه بدیل ګني.

خان محمدسیند، کابل

XS
SM
MD
LG