د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

پاکستان: د امریکا غږ د ډېوې راډیو خبریال ووژل شو


د امریکا غږ د ډېوې راډیو خبریال مکرم خان عاطف
د امریکا غږ د ډېوې راډیو خبریال مکرم خان عاطف
د امریکا غږ، ډيوه راډيو یو خبریال مکرم خان عاطف د سه شنبې په ماښام د پاکستان په قبایلي سیمه مومندو ایجنسۍ کې ووژل شو.

رپوټونه وايي، چې دغه خبریال د ماښام تر لمانځه وروسته له مسجد څخه خپل کور ته روان وو، چې دوو موټر سایکل چلونکو ډزې پرې وکړې.

د مکرم خان عاطف ملګرو د ازادې اروپا راډیو ته وویل، چې هغه له چاسره شخصي دښمني نه درلوده او سملاسي به پر هغه د حملې د عامل په اړه خبرې کول ښايي مخکې له وخت څخه وي.

مکرم خان عاطف ۴۴ کلن و او په مهمندو ایجنسۍ کې یې د امریکا غږ ډيوې راډيو سره کار کاوه. د هغه یو شمیر همکاران وايي، چې مکرم خان ته په وروستیو وختونو کې د سیمه ییزو سخت دریځو ډلو له خوا تهدیدونه شوي وو.

د احسان الله احسان په نوم یوچا چې ځان یې د طالبانو ویاند معرفي کړی، پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي، چې دوی د مکرم خان د وژلو مسوولین دی.

د امریکا غږ ډيوې راډیو مشر نفیس ټکر پرون ماښام له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل، چې مکرم خان عاطف په سیمه کې د سخت دریځو ډلو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو په اړه خلکو ته بې طرفه معلومات ورکول.

ښاغلي ټکر وویل، چې مکرم خان عاطف وخت په وخت په سیمه کې د ټولنیزو ستونزو په اړه رپوټونه جوړول او په پوره بې طرفۍ یې د خلکو د ستونزو د مطرح کولو هڅه کوله:

د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ یوې نړیوالې ډلې په وروستیو کې په یوه رپوټ کې پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له ډيرو خطرناکو هیوادونو څخه ګڼلی و.

د څېړونکو په باور په پاکستان کې میشت خبریالان نه یوازځې د وسله والو تندلارو ډلو له تهدید سره مخامخ دي، بلکې د دې هیواد امنیتي او استخباراتي ادارې هم خبریالانو ته په آزاد ډول د کارکولو په وړاندې ستونزې پیدا کوي.

د ژورنالیستانو د ملاتړ یوې نړیوالې ادارې چې مقر یې په امریکا کې دی، په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي، چې یوازې پر ٢٠١٠ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي.
XS
SM
MD
LG