د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په روانې میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ″حنا رباني کهر″ ته په ټيلفون کې د جمهور رییس اوباما د ادارې د تروریزم ضد مبارزې سره لیکه په ډاګه کړه او ویې ویل، متحده ایالات خپل حق بولي، په هر هغه چا حمله وکړې، چې د نړۍ په هرې برخې کې د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي.
حنا رباني کهر په یوه ډول د هیلري کلنټن ځواب ووایه او داسې یې ورته وویل، چې د پاکستان سره لیکه د دې هیواد له ځمکني تمامیت څخه سرغړونه ده. حنا دا باټه (مبالغه) هم وکړه، چې د پاکستان له فضا څخه هر ډول غیر مجاز الوتنه به د الوتکې د را غورځیدو سبب شي.
امریکایي چارواکي د بهرنیو چارو د دوو وزیرانو تر منځ د الفاظو دا تبادله په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان د جګ پوړو حکومتي چارواکو تر منځ لومړنۍ سخته لهجه بولي.
دا حالت د امریکا په یوه هوایي برید کې د پاکستان د ۲۴ سرحدي عسکرو له وژل کیدو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو اندازه په ډاګه کوي.
افغانستان او پاکستان ته د امریکا له خاص استازي ″مارک ګروسمن″ څخه حکومت وغوښتل، چې سیمې ته د سفر پر مهال دې اسلام آباد ته هم لاړ شي، خو پاکستاني چارواکو په ځواب کې وویل، دوی د نوموړي په سفر خوښ نه دي.
د جمهور رییس اوباما د ادارې یو جګ پوړی چارواکی وایي، د القاعده شبکې د له منځه وړل او د پاکستان د اټومي وسلو امن کول د امریکا او پاکستان د متقابلو ګټو اساسات دي او په دې کې بدلون نه دی راغلی.
دا چارواکي چې د مسالې د حساسیت له وجې یې د نامه له ښودلو ډډه کړې، وایي، پاکستان او امریکا دواړه دا مهال د ستراتیژیک اتحاد، چې یو وخت پاکستان د تروریزم ضد جګړې کې د امریکا نږدې متحد و او د فریب یا چل ول یوې تجارتي معاملې ترمنځ، د یوې نوې عادي لارې د غوره کولو په فکر کې دي.
یو بل امریکایی چارواکی وایي، دا نوي لار به یو ریښتینی سیاست وي او د ځان غټ یا قوي ښودنې پر ځاي به، پر واقع بینۍ ولاړه وي.
یو جګ پوړی پاکستاني پوځي وایي، پاکستان او امریکا یو وخت ډېرې ښې او پراخې اړیکې درلودلې. د ده مقصد د القاعده او طالب وسله والو پر ضد جګړې کې ملګرتیا ده.
خو دا پوځي وایي، د ۲۴ پاکستاني عسکرو وژنه هم په اسانۍ د دوی له یاده نه وځي. دا پاکستاني پوځي دغه رازو وایي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي. آی. اې) د یوه مامور له خوا په لاهور کې د دوو پاکستانیانو وژنه او د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د ۲۰۱۱ کال په می میاشت کې په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنه د پاکستان لپاره ستر توهین و.
دغه راز د امریکا د پوځ د وخت د لوی درستیزانو د کمیټې مشر امییرالبحر مایک میولن دا هم ویلي وو، چې حقاني شبکه د ای. اېس. ای د ملاتير دی.
د دغه پاکستاني پوځي په وینا، امریکا او پاکستان باید د کارونو په ترسره کولو کې د نظر وړ بدلونونه رامنځ ته کړي.
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما په داخل کې تر سخت سیاسي فشار لاندې دی چې اسلام آباد ته باید وښیي، څوک په نړۍ کې واکمن او مشر دی.
امریکا غواړي، د افغانستان جګړه ختمه کړي، خو د پاکستان د نه همکارۍ او دوه مخې سیاست له وجې یې حوصله سرته رسیدلې ده. امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې د پاکستان له وجې له افغانستان څخه د دوی د عسکرو د ایستلو کار په سرعت سره پر مخ نه ځي.