الجزیرې ټلویزیوني شبکې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د روان بحران او د دې هېواد پر راتلونکې د دې بحران د اغېزو په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی: آیا پاکستان په بلوچستان کې د یوه مصیبت پر لور روان دی؟
د مطلب لیکوال د واشنګټن په امریکايي پوهنتون کې د ابن خلدون د اسلامي څېړنو د مرکز مشر احمداکبر لیکي چې د پاکستان حکومت باید د بلوڅانو د وژنې او برمته کولو پالیسي پای ته ورسوي او ځان د دې سیمې پر اهمیت خبر کړي.
احمداکبر د اسلام آباد د چارواکو پالیسي د ډوبې شوې ټیټانیک کشتۍ د کپټان او عملې کړووړو ته ورته بولي چې په نیمه شپه کې مخامخ د سمندر د کنګل له یوه لوی غره سره د ټکر خواته روان دي.
د تحلیل لیکوال لیکي، د پاکستان ملکي، پوځي او قضايي چارواکي په داسې یوه سیالۍ کې ښکېل شوي چې بنسټ یې سیاسي موقفونه او شخصي ځان غوښتنه ده او اسلام آباد اوس له هغو پراخو ستونزو سره لوی واټن لري چې دا هېواد ورسره مخامخ دی.
لیکوال یادونه کوي چې د پاکستان په اکثرو سیمو کې نظم او قانون د له مینځه تلو په حال کې دی او د مثال په ډول خیبرپښتونخوا یادوي چې هره ورځ د ځان وژنکو او پوځ په جګړو کې خلک وژل کېږي. بېکاري او انفلاسیون او د هېواد په ډېرو برخو کې د برېښنا او ګاز کمښت نورې ستونزې دي، خو د لیکوال په وینا یوه دا ستونزه هم د بلوچستان د وضعیت په اندازه مهمه نه ده. د ښاغلي اکبر په باور، که چېرته په بلوچستان کې د خپلواکۍ غوښتنې پټ خو پراخ غورځنګ له کنټروله ووځي نو د پاکستان د بقا دوام به تقریباً ناممکن شي.
احمداکبر زیاتوي، هغه مهال چې ده د بلوچستان په مکران سیمه کې د کمېشنر په توګه دنده سرته رسوله ده لیدل چې د بلوڅانو مېنه د عزت مېنه ده خو د دې سیمې خلکو شکایت کاوه چې حکومت له دوی سره د انګرېزانو د استعمار تر زمانې څخه هم بد سلوک کوي او د حکومت دا پالیسي چې ویې وژنه او په کثافاتو کې یې وغورځوه د دې ایالت په خلکو کې سخته وېره خوره کړې ده.
لیکوال د یوه بلوڅ ژورنالیست، ملک سراج اکبر له قوله لیکي چې وايي، حکومت د بلوڅانو د سر سړیو او کارپوهانو د له مینځه وړلو لپاره سیسټماټیکې هڅې کوي. دی د وژل شویو بلوڅانو هغه فهرست لیکوال ته ورښيي چې له ډاکټرانو نیولې تر عالمانو، تاریخ لیکونکو او طبعاً ژورنالیستانو نومونه پکې دي. ملک سراج وايي، لږترلږه د ده اته ملګري ژورنالیستان تېرکال وژل شوي چې ځینې یې ترهغه وخته تري تم وو، چې په ګولیو ویشتل شوي مړي یې وموندل شول.
لیکوال وړاندې لیکي، بلوڅان نه یوازې د خپلو مشرانو او کارپوهانو د وژنې بلکې پر دوی د کلتوري یرغل له وجې هم په غوسه دي ځکه دولتي ځواکونه چې اکثر یې غیربلوڅان دي د تلاشۍ په پوستو کې د بلوڅانو خاص پرتوګونه ورته قیچي کوي او بې عزته کوي یې.
پر دې سربېره د هغو کسانو د مړو بې عزتي هم کېږي چې جسدونه یې له تري تم کېدو وروسته موندل کېږي. څه وخت مخکې د یو مړي پر ټټر په چاقو کیندل شوي و چې د بلوڅانو لپاره د اختر ډالۍ. د پاکستان حکومت او پوځ دا ادعاوې په پرله پسې ډول رد کړې دي خو د الجزیرې د تحلیل لیکوال احمداکبر لیکي، د پخواني ولسمشر پروېزمشرف له خوا د بلوڅانو د مشر نواب اکبر بوګټي له مړي سره بې عزتي هغه پېښه وه چې په دې ایالت کې یې د خپلواکۍ غوښتنې احساسات نورهم پیاوړي کړل ځکه بلوڅان اوس خپل هدف ته د رسېدو لپاره د ده په وینا یو مشروع شهید رهبر لري.
لیکوال وړاندې لیکي، اسلام آباد تل بلوڅانو ته په کم نظر کتلي او ځکه خو یې هلته غلط اقدامات کړي. د پاکستان حکومت د بلوچستان د خپلواکۍ طرح رد کړې ځکه فکر کوي چې د ټول پاکستان د 180 میلیونه وګړو په تناسب د دې ایالت اته میلیونه نفوس هېڅ هم نه دی.
پر دې سربېره یوازې او یوازې د نه کتنې له وجې په پاکستان کې په عمومي ډول د بلوڅانو شتمن کلچر او دود هېڅوک نه پېژني. لیکوال زیاتوي، هغوی چې له تاریخ څخه زده کړه نه کوي، خپلې سهوې به خامخا تکراروي او ځکه خو بلوڅانو ته له کلتوري پلوه په ډېره ټیټه سترګه کتل کېږي.