د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

″افغان ځواکونه د زندانونو مسوولیت اخیستو ته چمتو نه دي″


د بګرام زندان
د بګرام زندان
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون غړي، چې د هیواد له زیات شمېر زندانونو څخه یې کتنه کړې، وایي، افغان چارواکو ته د پروان زندان د چارو چټک سپارل به د زرونو بندیانو حفاظت او امنیت له خطر سره مخامخ کړي او دغه راز به د افغانستان کمزوری عدلي او قضایي سیسټم نور هم ګډوډ کړی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون یو چارواکي چې د نامه له ښودلو یې ډډه کړې وایي، اصلاً موږ د زندانونو د چارو سپارلو ته چمتو نه یو.

د افغانستان د محبسونو وضعې جدي اندیښنې پيدا کړې او د افغانستان د محابسو سیسټم تر اوسه د پروان د زندان په څېر د سترو زندانونو مسوولیت اخیستو ته چمتو نه دی.

دا چارواکي وایي:

“جمهور رییس کرزی فکر کوي، چې دا به آسانه کار وي او دا زندان به د یو شلو خونو محبس وي. دی په خپله زندانونو ته نه دی ورغلی او د مسالې په پیچلتیا خبر نه دی.”

د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمیسیون به په روانې میاشت کې د افغان چارواکو تر واک لاندې زندانونو د وضعې په اړه یو راپور خپور کړي او ستونزې به یې په تفصیل سره بیان کړي.

په راپور کې به د فزیکي ناوړه چلند په ګډون، هغه قانونې ستونزې هم په ډاګه شي، چې بندیان له لسو میاشتواو یا زیاتې مودې راهیسې له محاکمې پرته ساتل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د هیواد د محابسو پر وضعې انتقادونه وکړل او زندانونو ته د وسله والو د نفوذ کولو، د نشه یي موادو د استعمال او امنیتي اندیښنو یادونه یې وکړه.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي وویل، له زیاتو هلو ځلو او ژمنو سره سره، د افغانستان زندانونه او محبسونه زیاتې ستونزې لري او حل یې عملي کار غواړي.

په دې سربېره، یو شمېر نړیوالو ډلو هم د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند اسناد خپاره کړي دي. خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون چارواکي یو ګام نور هم پر مخ ولاړل او نه یوازې په زندانونو کې سر غړونې یې په ګوته کړي، بلکې په خپلو ارزونو کې یې وویل، چې د زندانونو د چارو د انتقال په اړه د جمهور رییس حامد کرزي په فرمان کې ستونزې او نیمګړتیاوې هم شته.

د بشري حقونو هیات دا هم وایي، افغان حکومت به ونه شي کړاي، چې له بهرنیو مرستو پرته د پروان زندان لګښتونه پوره کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، جمهور رییس حامد کرزی د دې لپاره د زندانونو د مسوولیت په انتقال ټنیګار کوي، چې غواړي له طالبانو سره د امریکایانو په خبرو کې بې برخې پاته نه شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون د هیات په اروزنې کې ویل شوي، د افغانستان د نورو زندانو په نسبت د پروان زندان د بندیانو او د زندان وضعه ډېره ښه ده.

دا اروزنه د جمهور رییس کرزي د سلا کارانو د هغو څرګندونو پر خلاف ده، چې وایي، د امریکایي ځواکونو تر واک لاندې زندانونو شرایطو ته په کتنې، افغان چارواکو ته د زندانونو د مسوولیتونو انتقال ډېر مهم او ضروري دي.

په پروان زندان کې دا مهال ۲۶۰۰ بندیان ساتل کېږي او په دوی کې د طالب وسله والو له ټيټ پوړو کسانو څخه نیولې د مشرتابه تر سطحې پورې بندیان موجود دي.

امریکایي چارواکي له ډېرې مودې راهیسې ټینګار کوي، چې د افغانستان حقوقي او قانوني سیسټم دومره غښتلی نه دی، چې د پوځي زندانونو چارې دې افغانانو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG