د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۱

په ډیره اسماعیل خان کې د ولسوال پر دفتر برید وشو


چارواکي وايي، دا برید پر سیمه ييز وخت شاوخوا دوه نیمې بجې شوی دى.د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې بریدګرو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.
نوموړي د برید ګرو د شمیر او مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده او ویې ویل چې د امنيتي ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي او ترهغې چې سیمه نه وي تصفيوي شوي په دې باب څه نه شي ویل خو زیاته یې کړه،چې ولسوال او نور عالي رتبه دولتي چارواکي په خوندي توګه له ودانۍ وتلي
بلخوا د پاکستان دولتي تلويزيون له سیمې نه د خپل خبريال له قوله خبر ورکړ چې د برید کوونکیو شمیر درې تنه و، چې د ځايي امنيتي مقاماتو په خبره درې واړه یې ووژل شول
یوه ځايي پولیس افسر له سیمې نه ازادي راډیوته وویل، چې له پيښې سمدستي وروسته د پوځ کومي ځواکونه سیمې نه ورسیدل او ودانۍ یې له څلورو خواوو نه کلابنده کړه
دغه چارواکی وايي، بریدګرو هڅه کوله ځانونه د ولسوال دفتر ته ورسوي، خو د امنيتي ځواکونو د چټکو ځوابي ډزو له وجې دې ته اړ شول چې دوه تنه یې له ودانۍ لرې ځانونه والوځوي
نوموړی زیاتوي، چې درېیم بریدګر د پولیسو په ډزو ووژل شول.

بلخوا یوه ځايي خبريال سعیدالله مروت د عیني شاهدانو له قوله ازادي راډیو ته وویل، چې د ولسوالۍ له ودانۍ نه تر لسو پورې کارکوونکي په خوندي توګه راویستل شوي،،د نوموړي په خبره دغو مامورینو ته ویل شوي و
چې له راوتو وړاندې دې خپل کمیسونه وباسي او لاسونه دې پورته ونیسي.
د پاکستان دولتي تلويزيون د ناتائيد شويو راپورونو پر بنسټ خبر ورکړی چې په دې حمله کې درې تنه پولیس ټپيان شوي،خو امنيتي مقاماتو لا په رسمي توګه په دې باب څه نه دي ویلي.
ډيره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یوه لرې پرته ولسوالي ده چې له دې وړاندې هم پکې ورته بریدونه شوي
که څه هم تراوسه لا چا ددې حملې مسوولیت نه دی منلی خو په تیرو وختونو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ددې ډول پيښو مسوولیت پر خپله غاړه اخیستی دى.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا محمد عمر پر پاکستاني طالبانو غږ کړی و چې نور دې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې نه جنګيږي او خپله ټوله توجه دې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لور ته واړوي
XS
SM
MD
LG