د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

پنيتا: ايرانى ساينسپوه موږ نه دى وژلى


د امريکا دفاع وزير ليون پنيتا
د امريکا دفاع وزير ليون پنيتا
د ایران ستر مذهبې مشر آیت الله علي خامنه اي د امریکا متحده ایالات او اسرائیل په روانې اوونۍ کې په تهران کې د هیواد د اټومي ساینسپوه د قتل په دسیسې تورن کړل.

دا لومړی ځل دی چې د ایران رژیم د امریکا او اسرائیلو د جاسوسۍ سازمانونه د ایران د نتانز اټومي تاسیساتو د رئیس د مرستیال مصطفی احمدي روشن د چهارشنبې د ورځې په قتل کې په دومره سختې لهجې سره تورن کړل.

د ایران ستر مذهبې مشر خامنه اي د روشن کورنۍ ته د خواخوږۍ په پیغام کې ویلي، دا قتل د نورو هغو جنایتونو په څېر یو جنایت دی چې د امریکا د سي آى اې او د اسرائیلو د موساد له خوا پلان شوي او ملاتړ یې کوي.

خامنه اي ویلي، د ایران اټومی پروګرام په یوه شخص پورې مربوط ندی او مونږ به په پوره هوډ او قوت دغې لارې ته دوام ورکړو.

په عین حال کي، د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د ټکزاس ایالت په فورت بلیس پوځي اډې کې عسکرو ته د وینا پرمهال وویل، متحده ایالات د ایراني ساینسپوه په قتل کې لاس نه لري. ده په ټینګار سره وویل، دا وژنه د امریکا کار ندی:

“موږ په هیڅ ډول په دغې وژنې یعني د ایراني ساینسپوه احمدي روشن په قتل کې لاس نه لرو. زه نه پوهیږم چې په دې قتل کې د چا لاس و. موږ یو څه پوهیږو چې په دې کې به د چا لاس وي، خو پوره نه پوهیږو چې دا کار به چا کړی وي. یو شی ویلاى شم او هغه دا چې، د امریکا متحده ایالات په دې کار کې لاس نه لري. دا د امریکا کار نه دی”.
XS
SM
MD
LG