د امريکامتحدو ايالتونو، فرانسې، بريتانيا او جرمني پرون د ملګروملتونو د امنيت شورا په غونډه کې، چې د بندو دروازو ترشا جوړه شوې وه، په ايران کې ترمځکې لاندې اټومي تاسيساتو کې د يورانيمود غني کولو پيل وغانده.
خو له دې سره سره داسي نه ښکاري چې امنيت شورا به په نژدي راتلونکې کې پرتهران نوربنديزونه ولګوي ځکه چين او روسيه له دي کارسره مخالف دي.
په عين حال کې ايران د ملګروملتونو له امنيت شورا او د دې موسسې له سر منشي وغوښتل چې د دې هيواد د يوه ساينسپوه قتل دي وغندي.
مصطفي احمدي روشن، چې د نطنز په اټومي تاسيساتو کې يې کار کاوه،
پرون په تهران کې له خپل ډريور سره په يوه موټري بم چاودنه کې ووژل شو.
د امريکا متحدو ايالتونو د دغه ساينسپوه وژنه وغندله.
د ملي امنيت شورا وياند تومي ويتر وويل، متحده ايالات له دې حملي سره هيڅ کارنه لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيليري کلينتن بيا په دې حمله کې د متحدو ايالاتو هرډول لاس لرل رد کړل.
په ملګروملتونو کې د ايران سفير احمد خازه يي په يوه استولي ليک کې ويلي چې هيڅ ډول سياسي فشارونه يا د ايران پراټومي ساينسپوهانو تروريستي حملي به دا هيواد له دي وانړوي چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.
خازه يې وويل کره شواهد موجود دي چې په دې ډول حملو کې بهرنيان لاس لري خو ده بهرنیان په ډاګه نه کړل.