د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

"له طالبانو سره د امریکا خبرې په ابتدایي مرحله کې دي"


د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلینتن پرون وویل ، چې د افغانستان د حکومت او طالبانو وروستي بیانونه ښیي چې دوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستلو ملاتړ کوي.

کلینتن چې په واشنګټن کې یې د قطر له صدراعظم شیخ حمد بن جاسم الثاني سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې دغه راز وویل، چې له طالبانوسره د امریکا خبرې په ابتدایي مرحله کې دي او تر اوسه یو بشپړ توافق نه دی حاصل شوی:

"تر اوسه نهایي توافق نه دی حاصل شوی، موږ په ابتدایي مرحله کې یو او په دی کارکوو چې ایا دغه خبرې به بریالۍ وي.

موږ تر اوسه د هغو سرو کرښو په اړه په خپلو ژمنو ولاړ یو چې تل مو پرې ټینګار کړی دی."

طالبانو تیره اونۍ اعلان وکړ، چې غواړي په قطر کې د ځان لپاره سیاسي دفتر پرانیزي او دغه راز یې له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې د دوي بندیان دې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې کړي او قطرته دې واستوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تر اوسه مو د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه پریکړه نه ده کړې خو نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن چمتو دی چې له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې د هغوي بندیان له ګوانتانامو زندان څخه خوشې کړي او احتمالا قطر ته یې واستوي دا رد نه کړه چې ګواکې د تفاهم د رامنځ کیدو لپاره پردې مسله غور نه کیږي.

کلینتن زیاته کړه، واشنګټن چمتو دی چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.

هغې په دی ټینګار وکړ، چې افغان ولسمشر حامد کرزی ته یې دا روښانه کړې چې دوي د هغه په مشرۍ په دې پروسه کې همکاري ته چمتو دي:

"موږ چمتو یو چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د عملیې ملاتړ وکړو او موږ به له افغانانو سره په دې پروسه کې ونډه واخلو که راته یقیني شي چې د دغو خبرو په نتیجه کې جګړه پای ته رسیږي."

د قطر صدراعظم شیخ حمد بن جاسم الثاني یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د خپل هېواد پر رول ټنیګار وکړ او په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه یې وویل، چې قطر هڅه کوي چې د سولې د پیغام رسونکي یا د سولې د استازي رول ولوبوي او دوي دا کار په خپل ټول وس او توان ترسره کوي:

"افغانستان زموږ له سیمې ډیر لیرې نه دی او موږ په دې باور یو چې زموږ په سیمه کې د لانجی د ختمولو لپاره له دوستانو سره د مرستې لپاره، د سولې د خبرو او ډیالوګ لپاره د یوځای موندلو د هڅو په ترڅ کې دا ترټوله ښه فرصت دی چې نن پیدا شوی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې دغه راز وویل، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما خاص استازی مارک ګروسمن به له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو په اړه د سلاومشورو لپاره راتلونکې اونۍ افغانستان ته لاړ شي او هم به د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې له قطر څخه هم لیدنه وکړي.
XS
SM
MD
LG