د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

د ګوانتنامو خوشې شوي زندانیان کیسه کوي


د ګوانتنامو د زندان لس کاله شول. په دغه زندان کې د طالبانو د رژيم له ماتې راوروسته په سلګونو افغانان او د نورو هیوادو مشکوک ترورستان تر اوسه ساتل شوې دي او اکثر یې بیرته خوشي شوې یا خپلو اصلي هیوادو ته سپارل شوې دي.

د ګوانتنامو د زندان له لسمې کلیزې سره سم د بخښنې نړیوال سازمان یو ځانګړی رپوټ خپور کړ او په هغه کې یې د اوباما اداره د ګوانتنامو د زندان په نه تړلو ملامته کړه او ویې ویل چې د بشري حقونو د سرغړونې د زهرجن میراث لمن ټوله نه شوه.

د دوه زره دوهم میلادي کال د جنوري په یولسمه د مشکوکو ترورستانو لومړۍ ډله د ګوانتنامو زندان ته یووړل شوه چې پکې تر اوسه اووه سوه نهه اویا تنه په دې بندیخانې کې ساتل شوې دي.

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ورسته تر دې چې القاعده ډلې د امریکا دننه د دوه زره لومړي کال د دسمبر په یولسمه نژدې درې زره کسان ووژل، په افغانستان کې دالقاعده او طالبانو پرضد عملیات پیل کړل او د ګوانتنامو زندان یې پرانیست. دا زندان د القاعده، طالبانو او نورو هغو ډلو لپاره تیار شو چې په امریکا کې د ترورستي ډلو په توګه پیژندل شوې دي.

په امریکا کې د عدلي د برخې د چارواکو دا غوښتنه وه چې د ګوانتنامو زندان دې د امریکا له عدلي اصولو سره سم د امریکا دننه نه وي.

د بشري حقونو ډلو په دې برخه کې پر امریکا انتقاد کړی دی او تور یې پورې کړی دی چې په ګوانتنامو کې هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي.

سي ای اې وایي، چې اوس د بندیانو پر سر د اوبو د اچولو له شکنجې کار نه اخلي، پخوا یو شمیر بندیان په ګوانتنامو کې دا ډول شکنجه شوې وو.

نن سبا په ګوانتنامو کې یوازې یوسل او یو اویا بندیان شته چې د افغانانو شمیر پکې لږ دی. ځیني افغانان له دې زندانه په تیرو څو کلونو کې خوشې شوې دي په دغو کې یو هم د کوچیانو قومي مشر نعیم کوچی دی چې یو نیم کال یې په ګوانتنامو کې تیر کړی دی، ده په ګوانتنامو کې د شکنجې په اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

« ډوډۍ مو خرابه وه کله ناکله به یې بې خوبه کولم بس ژوند تریخ وو»

په ګوانتنامو کې عربان د منځنۍ اسیا د هیوادو یو شمیر غړي او د نورو ګڼو اسلامي هیوادو تورن ترورستان بندیان شوې دي. د تاجکستان یو تن عبدالکریم ایرګشیف چې دوه نیم کاله یې په دې زندان کې تیر کړې دي د زندان دننه د ناوړه چلند په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

« نارې به مې کړې، نارې به مې کړې، قسم به مې وخوړ، ور به مې وواهه. ساتونکو به بیرته یخچال ته یووړم. زه به یې تورن کړم چې پر دوی مې لاړې تو کړې دي او اوبه مې پرې شیندلې دي. درې ورځې په یخچال کې وم، په یخ کې مې یوازې یو نیکر و او پر اوسپنې به ویدیدم»

د ګوانتنامو له زندانه چې یو شمیر بندیان خوشې شوې دي سربیره پر دغو فشارونو روغتیایي جدي ستونزه نه لري، نعیم کوچی وایي چې دی له امریکایانو د خپلې بیګناهۍ لپاره تاوان نه غواړي او بس دې ته خوشاله دی چې خپل هیواد ته ستون شوی دی.

د ګوانتنامو له زندانه بیا ځیني نور خوشي شوي بندیان سخت شکایت لري. د شمالي قفقاز اوسیدونکی رسول کادییف چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو نیولی و بیا یې ګوانتنامو ته بیولی و وایي چې ناروغه دی او کار نه شي کولی. د ده ورور ارسان ماکییف وویل چې ورور یې یو وخت پهلوان و او اوس یې هم ځیګر خراب دی او هم یې زړه ښه نه دی، هغه د ګوانتنامو په زندان کې داسې ځپل شوی دی چې کار هم نه شي کولی:

« دا د ګوانتنامو علت دی هلته د توقیف علت دی، هغوی ویل چې دی نړیوال ترورست دی او په منظمو ترورستي بریدونو کې یې لاس درلود. دا هرڅه چې وینئ دا د ګوانتنامو علت دی»

بارک اوباما چې کله په دوه زره نهم کال کې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات وګټل نو امر یې وکړ چې د دوه زره لسم کال تر جنوري پورې به دا زندان وتړي خو دا کار ونه شو.

د امریکا دننه دعدلي چارو مسوولان له دې سره مخالفت کوي چې مشکوک ترورستان په امریکا کې محاکمه شي، همدا علت دی چې لاهم د ګوانتنامو زندان پرانیستی دی کنه د بشری حقونو د ډلو فشار پر واشنګتن زیات دی او په زیاتیدو دی.
XS
SM
MD
LG