د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د یو بم په چاودنه کې یو ایرانی ساینس پوه ووژل شو


وژل شوی ځوان ایرانی ساینس پوه مصطفی احمدي روشان
وژل شوی ځوان ایرانی ساینس پوه مصطفی احمدي روشان
د ورځې په رڼا کې د تهران په یوه له بیرو بار څخه ډک سرک د یوه ایراني ساینس پوه وژل کیدل هغه مسله ده چې په وروستیو کې ایراني ورځپاڼو لیکنې ورباندې وکړې.

د یوه خبري اژانس فارس په حواله دا ساینس پوه ۳۲ کلن وو او د نا څرګندو کسانو له خوا ووژل شو.

د ایراني خبري اژانسونو په حواله، دغه ځوان ساینس پوه چې مصطفی احمدي روشان نومیده، د تهران په شمال کې په خپل موټر کې سپور وو چې چاودنه وشوه.

رپوټونه وايي چې دوو تنو چې پر موټر سایکلو سپاره وو اول د هغه پر موټر مقناطیسي بمونه ونښلول او بیا مخکې تر دې چې چاودنه وشي، په ډير سرعت له سیمې لرې شول.

په چاودنه کې په خپله مصطفی احمد روشان ووژل شو او دوه تنه نور چې په موټر کې ورسره سپاره وو زخمیان شوي دي.

د فارس خبري اژانس لیکي چې مصطفی احمد د ایران د اصفهان ښار ته نږدې د نطنز په نوم په یوه اټومي کارخانه کې د یورانیمو د غني کولو د څانګې مشر وو.

د تهران د والي مرستیال د دې پيښې مسولیت پر اسراییل ور اچولی دی او خبري اژانسونو ته یې ویلي دي چې، داسې د مقناطیسي قوې لرونکي بمونه د نورو ساینس پوهانو په وژلو کې هم کارول شوي دي او دا د صهیونیستانو کار دی.

ایران تردې مخکې هم پر امریکا او اسراییل تور لګولي چې د تهران د اټومي پروګرام د ضعیفولو په خاطر د دې هیواد اټومي ساینس پوهان وژني.

خو دواړه هیوادونه د تهران دا ادعا ردوي.

په تیرو دوو کلونو کې دا څلورم ایرانی فزیک پوه دی چې د یوې مرګونې حملې ښکار شو.

د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې په موټر سایکل باندې سپرو کسانو یو ایران محصل وواژه. وروسته وویل شول چې حمله کونکو په نومونو کې اشتباه کړې وه او دا محصل یې د یوه ساینس پوه پر ځای وژلی وو.

د ۲۰۱۰ کال د نومبر په میاشت کې په دوو پرله پسې چاودنو کې یو ساینس پوه ووژل شو او یو بل چې فریدون عباسي نومیږي او وروسته د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر وټاکل شو، زخمي شو.

د همدې کال د جنورۍ په میاشت کې په یوه بمي چاودنه کې د تهران پوهنتون د فزیک یو سابقه دار استاد ووژل شو.

د نړیوالو اندیښنې له دې درکه مخ په زیاتیدو دي چې د تهران له خوا په لوړه سطحه د یورانیمو د غني کولو هڅې د بمونوله جوړولو سره ارتباط درلودلای شي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ څارونکې ادارې روانه اونۍ وویل چې ایران د قم ښار ته نږدې په خپله پټه کارخانه کې تر شل فیصده پورې د یورانیمو د غني کولو پروګرام پيل کړی دی.

د اټومي انرژۍ د تولید لپاره تر څلور فیصده پورې غني شوي یوارنیم کافي دي خو د اټومي سرګلولو د تولید لپاره باید نوي فیصده غنی شوي وي.

امریکا او متحدین یې وايي چې ایران د خپل اټومي پروګرام تر پرده لاندې د اټومي بم د جوړولو لپاره کاروي. له دې امله اروپايي ټولنې او امریکا په وروستیو کې پر دې هیواد د بندیزونو لمن پراخه کړه.

خو د ایران ستر مذهبي مشر روانه اونۍ په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې د غرب له لوري د زیاتو بندیزونو وضع کیدل دوی د خپل اټومي پروګرام بدلولو ته نه شي مجبورولای.
XS
SM
MD
LG