له شاوخوا دوو کلونو راهیسي واشنګټن، ناتو او افغان حکومت په یوه او بل ډول، په یو اړخیز ډول طالبانو ته د سولې لاس غزولی او زیار یي ایستلی چې طالب مشران د خبرو مېز ته کینوي.
د۲۰۱۰ کال د جنورۍ میاشت کې د لندن د کنفرانس له جوړېدو مخکې، افغان حکومت داسې یوه مفکوره وړاندې کړې وه او تعقیبوله یي چې د طالبانو زیاتره مشران معتدل کسان دي او له همدې امله له دوي سره خبرې باید لومړیتیوب ولري.
ولسمشر حامد کرزي هم په عام محضر او علنې ډول طالب مشرانو ته د خبرو او پخلاینې بلنه ورکوله.
افغان حکومت د سولې عالي شوری جوړه کړه او د طالبانو ضد د پخوانيو مجاهدینو مهم مشران یي په کې شامل کړل.
دوي هیله درلوده چې واشنګټن به هم بالاخره د سولې په دې عملیې کې شامل شي.
طالبان هیڅکله هم د سولې او مذاکرې مېز ته حاضر نشول او د سولې عالي شوری له ناوړه برخه لیک سره مخامخ شوه.
فارین پالیسی خپرونه لیکې، د طالبانو له وروستۍ اعلامیې څخه داسې بریښې چې دا ډله په ریښتیا او جدیت سره غواړي د سولې او پخلاینې عملیې کې شامل شي.
د خپرونې به باور، دا به ډېره ښه خبره وي چې له افغانستان څخه د ناتو او بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې، په دې هېواد کې د پخلاینې او سولې پروسه عملې شي. دغه مقصد ته د رسیدو لپاره د بل هروخت په پرتله دا مهال امکانات او فرصتونه زیات دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له سولې سره لیوالیتا ښودلې او له متحده ایالاتو څخه یي د طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
که واشنګټن د طالبانو دا غوښتنه ومني او بندیان یي له ګوانتنامو څخه ازاد کړې، دا به د خبرو لپاره د دواړو خواو ترمنځ اعتماد رامنځ ته کړې.
طالبانو تل داسې اشارې رسولې، چې ستر قدرت باید لومړی ګام پورته کړي او د ښه نیت پر اساس باید طالب بندیان خوشې کړې.
خپرونه زیاتوي، واشنګټن دا کار کولاي شي، خو دا اندیښنه هم ورسره ده که چېرې قطر ته د طالبانو مهم بندیان ورسوي، داسې ونشي چې هغوي وروسته بیرته د وسله والولیکو ته لاړ شي.
واشنګټن دغه راز هیله من دی چې د بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د طالبانو ښه نیت او غبرګون هم وګوري.
له واشنګټن څخه په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم افشا شوې چې وایي، د امریکا حکومت د یو شمېر طالب مشرانو د خوشې کولو کارونه پر مخ وړي. د امریکا دا پالیسي د تېرو کلونو له دریځ څخه پوره توپېر لري.
فارین پالیسي خپرونه لیکي: له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې مهمه مسله دا ده چې کابل او اسلام اباد دواړه باید په کې شامل وي.
په افغانستان کې د سولې د هرې معاملې په بري کې د پاکستان ونډه او رضایت ډېر اهمیت لري او هیله ده چې له طالبانو سره په روانې معاملې کې، دي مسلې ته پام شوی وې.
د فارین پالیسي خپروني په باور، که اسلام اباد په خبرو کې شامل شي نو په خپلې خاورې کې د وسله والو امن ځایونه به له منځه یوسي.
له کلونو راهیسې پاکستان دغه کار ته غاړه نه ده ایښې او په دې اړه غوښتنې یي رد کړی دي.
تر اوسه داسی کوم شواهد نشته چی وښیې د پاکستان استخباراتي ادارو دي د قطر د سولې د عملیې په مخکې کوم خنډ اچولی وي او داسي بریښې چی دوي ډاډمن دي، د سولې دا عملیه پاکستان ته کوم ګواښ نه مخامخ کوي.
افغان حکومت استدلال کوي چي په قطر کې طالبانو ته د دفتر په پرانستلو سره به د سیاسی حل ابتکار او په سیاسي عملیې کې د جمهور رئیس کرزي واک کم شی خو افغان حکومت ته پدي اړه ډاډ ورکړ شوی. افغان حکومت هم د قطر له عملیې سره لیوالتیا ښودلې ده.