د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۳

ناټو د اکمالاتو لپاره بې پېلوټه الوتکې ازمويي


دوې بې پېلوټه څرخي الوتکې چې د ليندۍ (کې، مکس) په نامه يادېږي، د الوتکې د تخنيکرانو له يوه شپاړس کسيز ټيم او اتو امريکايي سمندري سرتېرو سره د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې ازمېښتي الوتنې کوي.

د الوتکې د الوتنې مسوول جګړن کايل اوکانر وويل، د ليندۍ يا قوس له ٢٦ مې راهيسې دې الوتکې د ماموريت په هدف ٢٠ الوتنې کړي او شا و خوا ١٨ ټنه مالونه يې چې ډېره برخه يې د امريکايي ځواکونو غذايي مواد او نور شيان وو، انتقال کړي دي.

اوکانر اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي، افغانستان داسې يو هېواد دى چې لا هم ډول- ډول ماينونه کې ښخ دي او بله دا چې د سخت دريځو وسلوالو له خوا جوړو شويو چاودېدونکو وسيلو هم د ناټو د اکمالاتو په وړاندې ډېرې ستونزې جوړې کړي.

د ښاغلي اوکانر په خبره، د هوا له لارې اکمالات هغه خطر کموي چې د دوى ځواکونه په ځمکنيو اکمالاتو کې ورسره مخ کېږي. ده ويلي د بې پېلوټه الوتکو په مرسته د خپلو پېلوټانو ژوند هم خوندي کولاى شي.

لومړى نمبر هوايي قطعه د دې دوو بې پېلوټه الوتکو د ماموريت مشري کوي، چې په جنګي سيمو کې به د ناټو کارګو يا بارونه ټاکل شويو اهدافو ته رسوي او قراداديان به د الوتکو پر فعاليت څارنه کوي.

د دغو څرخي الوتکو کمپيوټري سيسټم داسې عيار شوى چې په مرسته يې هدف ټاکل کېږي او الوتکه په پوځي اډه کې د ناست يوه کس په مرسته خپل هدف ته ځان رسوي. که په الوتکه کې کومه تخنيکي ستونزه پيدا شي او الوتکه دېته اړتيا پيدا کړي چې خپل لومړني هدف ته ستنه شي، نو دغه ناست سړى يې هغې سيمې ته رهنمايي کوي.

کي مکس تر ټولو وروستى او مډرنه بې پېلوټه الوتکه ده، چې په ١٩٥٠ مه لسيزه کې يې فعاليت پيل شوى و.

د يادونې وړ ده دا الوتکې وروسته تر هغه کارول کېږي چې څه موده مخکې د ناټو په يوه بريد کې د ٢٤ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو په اعتراض پاکستان د ناټو هغه اکمالاتي لارې وتړلې چې له خاورې يې تېرېږي. ناټو او امريکا پر دې غور کوي چې د منځنۍ اسيا هېوادونو له لارې خپل اکمالات زيات کړي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، د دغو بې پېلوټه الوتکو د فعاليت د پيل هدف د مالونو انتقال او ناټو د هغو لارو له خطرونو خوندي کول دي چې ماينونه په کې ښخ دي.
XS
SM
MD
LG