د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

پاکستان: د ټاکنو په درشل کې د ګوندونو غونډې او منډې زياتې شوي


مولانا فضل الرحمن
مولانا فضل الرحمن
د پاکستان ډیری لویو سیاسي و مذهبي ګوندونو د راتلونکیو پارلماني ټاکنو لپاره د چمتو والي او د سیاست په ډګر کې د زور ازموينې په هدف سیاسي او ولسي غونډې پيل کړي.

که څه هم دغو ټاکنو ته لا تر یو کال زیاته موده پاتې ده خو د ځینو کارپوهانو په باور له واکمن پيپلز ګوند نیولې د اپوزیسیون تر بیلابیلو ډلو پورې وروسته له هغې دغسې غونډو جوړولوته اړ شول چې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په ناڅاپي توګه په ولس کې بیساری محبوبیت وموند.

عمران خان چې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې د تحریک انصاف له بنسټ ايښودو سره سم د سیاست میدان ته رادانګلي په ۲۰۱۱ کال کې ناڅاپه په سیاسي ډګر کې مطرح شو،په پنجاب او سندهـ ایالتونو کې یې بیسارې لویې ولسي غونډې جوړې کړې او د نواز شريف د مرستیال مخدوم جاوید هاشمي او د واکمن پيپلزګوند د مهم غړي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د بیلابیلو سیاسي ګوندونو په لسګونو غړي، پخواني وزیران او سناتوران او بیوروکراتان په کې شامل شول.

ډیری سیاستوال او کارپوهان د عمران خان رامخته کیدل د استخبارتي کړیو یو پلان بولي او ځینې نور بیاپه دې باور دي،چې د یوه خاص مطبوعاتي ګروپ له لوري نوموړي ته د منظم پلان له مخې کمپاين چلول د دې لامل شو چې نوموړی د خلکو پاملرنه ځانته واړوي .

د سیاسي چارو کاپوره قریش خټک په دې باب ازادي راډیو ته وویل :

"
د پاکستان په تاریخ کې کله هم ازاد انتخابات نه دي ترسره شوي،ددې هیواد استخبارات په دې لړ کې ډير مهم رول لري او تل یې په یوه او بله بڼه خپل رول لوبولی.

دغه ادارې نورې د مسلم لیګ (نواز شریف ډلې) او د واکمن پيپلز ګوند له کړو وړو څخه نه یواځې دا چې مایوسه شوي بلکې نو ترپوزې راغلي او غواړي ،چې عمران خان د یوه متبادل په توګه میدان ته را وړاندې کړي"

بلخوا د پاکستان د یوې مهمې استخباراتي ادارې IB پخواني مشر مسعود شريف خټک چې په دې وروستیو کې له عمران خان سره ملګری،بیا دغه تورونه ردوي او وايي :

"
پر عمران خان او تحریک انصاف باندې دا ډول تورونه لګول چې ګواکې د استخباراتي ادارو په اشارو، مشورو او مرسته یې لویې لویې غونډې جوړې کړې، په سلګونو مهم سیاستوال ورسره ملګري شول ځکه نه منم چې زه پخپله د استخباراتو پخوانی مشر او په دې ګوند کې د مرکزي کمېټې غړی یم خو ماته هیچا هم دا ندي ویلي چې باید دې ګوند کې شامل شم.

دا د مخالفینو سیاسي تبلیغات دي،چې سل په سلو کې له حقیقته لرې او بې بنسټه دي"

سیاستوال او کارپوهان د نوموړي رامخته کیدل د استخباراتي ادارو پلان ګڼي، تحریک انصاف یې ردوي،خو پوښتنه داده چې عمران تر شپاړس کلنې سیاسي مبارزې وروسته څنګه په ناڅاپي ډول دغسې وځلید او نه یواځې د ولس بلکې د ډیری سیاستوالو مرسته یې هم حاصله کړه؟

ژورنالیست او ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی دا پوښتنه داسې ځوابوي:

"
ترکومې چې په ولس کې د عمران د ناڅاپي محبوبیت خبره ده نو دا د عمران د خپل شخصیت یا د هغه د تګلارې کمال نه بلکې د نورو ګوندونو ناسمې تګلارې دي چې خلک ترې بیزاره شوي.

خلکو څو وارې نوازشریف ته رایه ورکړه او واک ته یې ورساوه،پيپلز ګوند یې واک ته ورساوه خو هر ځل خلک پر خپله رایه پښيمانه شوي، همدا لامل دی چې نن ورځ ولس هم عمران خان ته خوشاله دی او په دې هیله دي چې کیدی شي دی یو څه بدلون راولي"

د شفافیت د نړیوالې ادارې د راپورونو له مخې پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې اداري فساد پکې اوج ته رسیدلی،ځینې مهمې دولتي ادارې لکه هوايي چلن، ریل ګاډي،پاکستان سټيل ملز او داسې نورې یو مخ کنګل شوي او له ملیاردونو ډالرو زیان سره مخ دي.

ددې ترڅنګ د قبائلي سیمو په ګډون له خیبره نیولې تر بلوچستان او سندهـ پورې نا امنیو او جنګ جګړو ددې هیواد ۱۸۰ ملیونه نفوس نور تر پوزې راوستی او هرڅوک په نظام کې بدلون غواړي.

که څه هم څو میاشتې وړاندې داسې انګیرل کیده چې ښايي د عربي نړۍ پشان دا هیواد هم له ولسي پاڅونو سره مخ شي خو د یوه ځواکمن پوځ او استخباراتي ادارو په درلودو سره ښايي ددې هیواد خلک دغسې پاڅونونو ته زړه ښه نه کړي او همدا لامل دی چې د ځینې په باور دهمدې کړیو په اشارو یې د عمران خان ملاتړ غنیمت و ګاڼه. خو دا به راتلونکی وخت ثابت کړي چې ایا نوموړی به په ټاکنو کې بریالی شي او که بریالی شي د خپلو ژمنو په عملي کولو کې به تر کومه بریده بریالی شي؟
XS
SM
MD
LG