د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۰

لندن: د هرمز تنګي د خلاصون لپاره به له پوځي زوره کار واخلو


وروسته له دې چې امریکا پر ایران باندې د بندیزونو په لړۍ کې د ایران پر مرکزي بانک باندی هم بندیزونه ولګول، ښکاري چې تهران د خپل اټومي پروګرام په ارتباط ورځ تربلې تر لازیاتو فشارونو لاندې دی.

اروپایي اتحادیه هم پر دې غور کوي چې له ایرانه د تېلو واردات بند کړي.

بريتانیا د پنجشنبې په ورځ وویل که ضرورت وي نو د فارس خليج په هرمز تنګي کې د بېړیو د آزاد تګ راتګ لپاره به له پوځي زوره کار واخلي .

لندن ایران ته ګواښ وکړ چې د لویدیځو هیوادونو د نیت په اړه دې غلطه محاسبه او د هرمز د تنګي چې د نړۍ بازارونو ته د تیلو د بهیر شریان دی، د تړلو هڅه نه کوي .

ایران تیره اوونۍ ګواښ وکړ که چیرې لویدیځ هیوادونه د دغه هیواد د اټومي پروګرام په ارتباط نوي بندیزونه ولګوي نو د هرمز تنګی به وتړي.

د بريتانيا دفاع وزیر فیلیپ هاموند وویل په خلیج کې زموږ او د امریکا د سمندري ځواکونو د حضور یو هدف دا دی چې د بیړیو دتګ راتګ مخه څوک ونه نیسي.

بريتانیا په داسې حال کې په خلیج کې د پوځي ځواک ګواښ کوي چې پر ایران باندې د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو چې د دغه هیواد د جنجالي اټومي پروګرام په ارتباط یې ولګول، خپل تاثیر څرګند کړی .

وروسته له دې چې د امریکا جمهور رییس د ایران پر مرکزي بانک باندې بندیزونه اعلان کړل ایراني ریال خپل قیمت په سلو کې دیارلس وبایله .

د ایران د مرکزي بانک مشر پر حکومت انتقاد وکړ چې ولې په بازار کې مداخله کوي .

اروپایی اتحادیې هم د پنجشنبې په ورځ پر ایران باندې د ورته بندیزونو پر لګولو غور وکړ.

ايران وايي بنديزونه بې اغېزې دي:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي وویل چې دغه بندیزونه د اندیښنې وړ نه دي:

،،د ایران اسلامي جمهوریت چې په تیرو ۳۲ کلونو کې یې ډېرې او ګڼې تجربې لیدلې دي، د دغه ډول له خصومته ډک چلند سره د مقابلې تیاری لري او موږ له دغو بندیزونو چې تاسو یې یادونه وکړه اندېښنه نه لرو،،

بنديزونه د ايران ولس اغېزمنوي:

سیاسي څارونکي وایي دغه نوي بندیزونه کېدای شي د ایران اسلامي رژیم د خپل اټومي دریځ بدلولو ته مجبور نه کړي، خو ولس به ترې زیات اغېزمن شي.

لویدیځ هیوادونه په دې باور دي چې ایران د خپل اټومی پروګرام ترشا د اټومي وسلې د جوړولو کوشش کوي خو تهران تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ګالا ریانی په نامه په لندن کې یوې سیاسي کارپوهې د اسوشیتېد پرېس خبري آژانس ته ویلي:

،، دا څرګنده نه ده چې د ایران پر رژیم باندې د تیلو د عوایدو د بندولو له لارې به دغه رژیم بدل شي . د ایران د اسلامي جمهوریت رژیم یو انتحاري رژیم ګڼل کیږي چې د لویدیځو فشارونو د ردولو لپاره د خپل ولس سوکالي هم قربانوي،،

امریکا پر ایران باندې نوي بندیزونه ځکه شپږ میاشتې ځنډولي وو چې د نړیوال اقتصادي بحران پر مهال د تیلو بیې اوچتې نه شي .

خو په هرحال حتی د ایران د تیلو پر وارداتو بندیز لګولو خبرو هم دتیلو بازارونه تر یوې اندازې متاثره کړل او دخامو تیلو بیه في بیرل سلو ډالرو ته ورسېده.
XS
SM
MD
LG