د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۷

په قطر کې به په څو اوونيو کې د طالبانو لپاره دفتر پرانيستل شي


افغان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو او په قطر کې د طالبانو لپاره د يوه دفتر د پرانيستنې مسئله تاييد کړه.

په هغه اعلاميه کې چې د چهارشنبې په ورځ د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې په کې ويل شوي ولسمشر د مستقيمو خبرو اترو او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستلو مسئله ځکه تاييدوي چې: ”زموږ بېګناه خلک د بهرنیانو او د هغوی د اعمالو له هغو پلمو څخه نجات پیدا کړي چې دوی یې د افغانانو د وژلو او وینې تویولو لپاره کاروي“.

ولسمشر کرزي په بمباريو او د شپې په عملياتو کې د امريکا ځانګړي ځواکونه او پوځ د بېګناه خلکو په وژنه تورن کړي، د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د ادارې يوه چارواکي وويل کرزي بايد د کورنيو دلايلو له مخې دغسې يوه اعلاميه خپره کړې واى.

په تېرو وختونو کې ولسمشر کرزي شکايتونه کړي چې د امريکا متحده ايالات د ده په غياب کې له طالبانو سره په غيررسمي خبرو بوخت دي، دغه خبرې په تېر پسرلي کې پيل شوې وې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته يوه امريکايي چارواکي د موضوع د حساسيت له کبله د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي، د اوباما اداره تياره شوه چې د کرزي پر ملاحظاتو سترګې پټې کړي. د هغه په خبره:

”له دې مسئلې سره د برخورد يوازېنۍ غوره لار دا ده چې ښه شيان خوندي او نور شيان رد کړئ”

امريکايي چارواکي هيله من دي چې په قطر کې د وسلوالو طالبانو لپاره دفتر به په راروانو څو اوونيو کې پرانيستل شي او له دې سره به په مې مياشت کې د ناټو په سرمشريزه کې له افغان ګډونوالو سره په بشپړه توګه خبرې اترې پيل شي“

په نومبر مياشت کې د امريکا او طالبانو استازو په اصولو کې پر يوه توافق هوکړه وکړه، چې په هغه کې د دفتر پرانيستنه او له ګوانتنامو څخه قطر ته د پنځو افغان بنديانو انتقالول شامل وو. خو دغه ازمېښتي معامله هغه وخت خرابه شوه چې ولسمشر کرزي ورسره موافقه ونه کړه.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، که څه هم د دفتر د پرانيستلو موضوع مخ ته روانه ده، خو د موافقې پاتې شرايط نامعلوم او غيريقيني پاتې دي.

د اوباما د ادارې دغه چارواکي وويل د بنديانو انتقال د کانګرس مشورې ته اړتيا لري بله دا چې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا په دې باب په خبرو اترو کې بيا اختلاف څرګند نه کړ.

د اوباما د ادارې يوه پخواني چارواکي ويلي، د پنځو طالب بنديانو د انتقال غوښتنه د تېر کال په لومړيو کې د طالبانو له خوا مطرح شوه، د ويکي ليکس له خوا د خپرو شويو پټو اسنادو پر اساس، دا کسان په ګوانتنامو زندان کې له ډېرې مهمو بنديانو څخه دي، چې تر نيول کېدو مخکې يې پر مهمو پوسټونو کار کاوه.

يو په کې محمد فضل دى، چې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت مرستيال و، بل نورالله نوري دى، چې د طالبانو په وخت کې د کورنيو چارو وزير او بيا والي و، چې بيا شمال ټلوالې ته تسليم شو. دا دوه کسان لس کاله مخکې په همدې مياشت د ګوانتنامو زندان ته ورسول شول.

پاتې درې نور دا کسان دي: خيرالله خيرخواه چې پخوانى والي او د ولسمشر کرزي ملګرى ګڼل کېږي، عبدالحق وثيق چې د طالبانو په واکمنۍ کې د استخباراتو مشر و او محمد نبي چې د ويکي ليکس د اسنادو پر اساس پر مهمو څوکيو يې کار کړى دى.
XS
SM
MD
LG