د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

په کابل کې پر ۱۹ زره معلولینو د کوپون کارتونه ویشل کیږي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضل د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال سازمان مرستیال برډلي ګرنډ.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضل د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال سازمان مرستیال برډلي ګرنډ.
د دغه تړون له مخې به ″ډبلیو. اېف. پې″ یا د خوړو نړیوال سازمان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د کوپون د لړۍ د پلیدو لپاره درې ملیونه ډالره مرسته کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې تړون د لاسلیکېدو پرمهال وویل، چې د معلولینو کابو نولس زره کورنیو ته به په کابل کې د کوپون لړۍ پیل شي.

آمنې افضلي وویل، چې د کوپون هرکارت دولس نیم سوه افغانۍ ارزښت لري او درلودونکي به یې په بدل کې له ځانګړو دوکانونو څخه خوراکي مواد ترلاسه کوي.

″د دې پروګرام له لارې د معلولینو نږدې نولس زره کورنیو سره مرستې کیږي، په دې پروګرام درې ملیونه ډالره لګښت راځي.

هرې کورنۍ ته ۱۵۰ ډآلره په نظرکې نیول شوي، دوی به د دې پیسو په بدل کې د کوپون کارتونه ترلاسه کوي او د کارتونو په بدل کې به له ځانګړو دوکانونو څخه خوراکي مواد اخلي.″

میرمن زیاته کړه، چې د دغه پروګرام وخت شپږ میاشتې دی او اړو کسانو ته به په هره میاشت کې د کوپون یو کارت ورکول کیږي.

خو یوشمېر معلولین له افغان حکومت څخه شکایت کوي او وایي، چې دوی ته لازمه پاملرنه نه کوي.

″۱ - زمانوم امیرمحمد دی. پښه مې پلاستیکي ده، معیوب یم، د افغانستان د دولت له خوا چې کومه مرسته کیږي، موږ معیوبینو ته نه رسیږي، ډیر وخت له موږ سره کمک کیږي، خو موږ نه پرې خبریږو.

۲ - وزارت ته چې زموږ په نامه مرسته راشي، په خپلو مامورینو یې تقسیموي، معلولینو ته چا تراوسه څه شي نه دي ورکړي، زه دا شل کاله کیږي، چې کابل کې اوسم، خو څه شی مې نه دي لیدلي.″

په افغانستان کې د ″ډبلیو.اېف. پې″ مسوولین وایي، سره له دې چې په مالي سرچینو کې یې کموالی راغلی، خو دوی به په دې هیواد کې له زیانمنو شویو کسانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال سازمان مرستیال برډلي ګرنډ وایي، دوی به هڅه وکړي داسې پروګرامونه د هیواد نورو برخو کې پلي کړي.

″د ډبلیو ایف پي په بودیجه کې کموالی راغلی، خو موږ ډاډ ورکوو، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره به په ګډه کار کوو ترڅو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړو.

موږ ویاړ لرو، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره اوږه په اوږه کار کوو، هیله ده، د هیواد په نورو سیمو کې ورته پروګرامونه پلي کړو.

موږ به خپلې بودیجې ته په کتو کارونو ته دوام ورکړو.″

د کار اوټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د کوپون د ویش لومړی پړاو به د روانې جنوري میاشتې په نیمایي کې پیل شي.

دغه وزارت وایي، چې ډیر ژربه دې ته ورته پروګرامونه به په مزار، هرات او ننګرهار کې هم پلي کړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG