د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۶

د فرانسې او افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو طرحه جوړه شوې


د فرانسې د دفاع وزير
د فرانسې د دفاع وزير
د فرانسې ددفاع وزیر د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو طرحه برابره شوې ده.

جیرادلانګوی وویل څه چې مهم دی هغه د کابل او پاریس تر منځ ټینګې اړیکې دي.

د فرانسې ددفاع وزیر وویل له افغان ولسمشر سره يې د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتيژیکو همکاریو پر مختلفو اړخونو خبرې کړې دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل چې له فرانسې سره به د ستراتیژیکو همکاریو تړون د روانې جنورۍ میاشت په وروستیو کې لاسلیک شي.

افغان حکومت د متحده ایالاتو ،بريتانیا ،او د ايټالیا په شمول له یو شمېر نورو لویدیځو هیوادونو سره هم د ستراتیژیکو همکاریو د لرلو په باب خبرې پیل کړې دي.

د فرانسې د دفاع وزیر وايي نړیواله ټولنه باید په راتلونکې مې میاشت کې په شیکاګو کې د افغانستان په اړه له جوړېدونکي کنفرانس څخه له دغه هیواد سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو لپاره ګټه پورته کړي.

افغانستان او په لسو کلونو کې د مرستو اړتيا:

افغان ولسمشر ویلي هیواد يې له ۲۰۱۴ م کال وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي د یوې بلې لسیزې لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره د خپلو مرستو په بدل کې په دغه هیواد کې د ښې حکومتدارۍ، په ټولنیزو چارو کې د پرمختګ او له اداري فساد سره د افغان حکومت د ټینګې مبارزې غوښتونکې ده.

د فرانسې د دفاع وزیر جیراد لانګوی ویلي چې د روان م کال تر پایه پورې به د افغانستان د وګړو پینځه اویا په سلو کې د افغان امنیتي ځواکونو په مسوولیت کې وي.

فرانسه دا مهال په افغانستان کې ۳۶۰۰ سرتیري لري چې ټاکل شوې د روان کال تر پایه يې ۳۰۰۰عسکر ووځي.
XS
SM
MD
LG