د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۰

په پکتیکا کې ۴مخالفین له وسلو سره نیول شوي


د پکتیکا چارواکي وايي، چې د دې ولایت د چټک غبرګون پولیسو تیره شپه څلور وسلوال ومخالفین له یوه اندازه وسلو سره نیولي دي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وايي، چې په نیول شوي کسانو کې یې یو د یوې لنډې نښتې په ترڅ کې ټپي شوی هم دی چې اوس یې درملنه کیږي.

ښاغلي افغان نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې کسان تیره شپه د خوشامند ولسوالۍ په لواړګي سیمه کې نیول شوي دي.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG