د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

امریکا به د ایران پر مالي موسسو نوي بندیزونه ولګوي


د امریکا له خوا پر ایران نوي بندیزونه نړېوالو شرکتونه ته دوه لارې پریږدي، یا دا چې د ایران له نفتي شرکت او د ایران له مرکزي بانک سره معامله وکړي او یا دا چې د متحد ایالاتو د مالي سکتورنو سره.

د ولسمشر بارک اوباما د ادارې یو لوړ رتبه مقام وايي، دا بندیزونه وروسته له دوه تر شپږ میاشتني اخطاریې وضع کیږي او په دې پورې به اړه ولري چې موسسې څه ډول معاملې تر سره کوي.

خو د دې قانون له مخې د متحد ایالاتو جمهور ریس کولای شي هغه موسسې چې له ایران سره یي په ډیره اندازه خپلې مالي معاملې کمي کړي وي له دې تعزیراتو معاف کړي.

همدا شان په هغسې شرایطو کې چې له دې بندیزونو څخه سرغړاوي د متحد ایالاتو د ملي منافعو په ګټه وي او یا دا چې د نړېوال بازار د ثبات لپاره ضروري وګڼل شي نو بیا جمهور ریس کولی شي چې دا موسسات معاف کړي .

رویترز اژانس لیکي جمهور ریس اوباما دا قانون په هاوايي کې څو ساعته وروسته له هغې لاسلیک کړ، چې ایران د خلیج په سیمه کې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ازمویل وځنډول او همداشان دا یي وښودل چې ګواکې د خپل لانجمن اتومي پروګرام په اړه خبرو اترو ته تیار دی.

د اوباما د ادارې لوړ رتبه مقاماتو ویلي، واشنګتن په دې اړه له خپلو بهرنیو شریکانو سره خبرې کړي، څو دا اطمینان تر لاسه شي چې نوي بندیزونه په دې ډول وضع شي چې د نړۍ د تیلو بازارونه اغیزمن نه کړي.

د نوېو بندیزونو په عکس العمل کې د ایران د تجارت د خوني ریس د امریکا دا پریکړه بې ګټې و بې دلیله بللې.

محمد نهاوندیان زیاته کړی، پر ایران دا بندیزونه د تجارتي او اقتصادي معاملو د بیو د لوړیدو لامل شوي، خو دې کار د ایران سیاسي دریځ ته بدلون نه دی ورکړی.

تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ایران د اتومي پروګرام په ارتباط تعزیرات وضع کړي وو، متحد ایالات او متحدین یي وايي ایران هڅه کوي چې د ملکي پروګرام تر پردې لاندې اتومي بم جوړ کړي، خو تهران هر کله دا ادعاوي ردوي.
XS
SM
MD
LG