نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: کرزی په قطر کې طالبانو ته د دفتر په پرانستلو راضې شوی – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي راغلي:
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوې اعلامیې کې چې د سې شنبې د ورځې په وروستیو کې یي خپره کړه، وړاندیز یي کړی چې طالبانو ته که په سعودي عربستان یا ترکېي کې دفتر پرانیستل شي دا به غوره وي، خو جمهور رئیس کرزي د کویټ خبرې رسنیو ته ویلي، که د امریکا متحده ایالات په قطر باندې ټینګار کوي، دې راضي دي.
ورځپاڼه لیکي:
د افغانستان د جمهور رئیس په اعلامیې کې دا غوښتنه نه ده شوې، چې طالبانو ته د دفتر له پرانیستلو مخکې باید طالبان جګړه بنده کړي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، امریکایي او افغان چارواکې وایي، په قطر، سعودي عربستان او یا هم ترکېې کې طالبانو ته د دفتر پرانیستل به دا ګټه ولري چې په طالبانو باندې د پاکستان اغیز کم شي.
ورځپاڼه لیکي، طالبانو ته په قطر کې د دفتر پرانیستلو په اړه د ولسمشر کرزي موافقه به په افغانستان کې د سولې پر لور یو کوچنی ګام وي.
په دې هېواد کې د سولې بهیر تېر کال د یوه شخص له خوا چې ځان یي د طالبانو جعلې استازی معرفی کړی و او نورو پیښو له امله له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوی دی.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي: دا نه ده معلومه چې د سې شنبې په ورځ څنګه د جمهور رئیس حامد کرزي فکر بدل شو، خو یوه امریکایي چارواکې ویلي، افغان مقاماتو ته واضح شوي چې قطر په موجود وخت کې یوازینی انتخاب دی او بل هېواد ته په تمه کېدل به د وخت ضایع کول وي.
فارین پالیسي:
امریکا چاپ فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د انتقال د پروسې د مشر ښاعلی ډاکټر اشرف غني احمدزي یوه مقاله خپره کړې او سر لیک یي دی : د ترکېې لار.
ښاغلی احمد زی په مقالې کې لیکي:
په داسې حال کې چې د ایرو ساحې هېوادونه له یوه ناوړه بحران سره لاس او ګریوان دي، حد اقل یو هېواد یعني ترکېه دغه حالت ته له بهر څخه ګوري.
له کومې ورځې چې صدراعظم رجب طیب اردوغان په کار پیل کړی، د ترکېې اقتصاد دري برابره وده کړې او دي هېواد داسې پلان او لید برابر کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د نړۍ ستر لسم اقتصاد شي.
ډاکتر اشرف غني احمدزی د فارین پالیسي خپرونې په مقالې کې وړاندې لیکي: د ترکېې حکومت د هېواد په داخل کې پوره مشروعیت لري او له دې امله یي د بهرنۍ فعالې پالیسۍ بنیاد او اساسات هم ډېر قوي دي.
ترکېې په نړېوال ډګر کې ډېره مهمه ونډه اخیستې ده، ترکېه دا مهال له افغانستان نه نیولي د عربو تر سپرلې او اروپا پورې د نړېوالو مسلو، مالي بحرانونو او دغه راز له فلسطین نه تر سومالیا پورې د مربوطو مسلو په اړه رسا او قوي اواز پورته کوي.
د احمدزي په نظر، د سوریې د پیښو او پرمختګونو په اړه له عربي اتحاد سره د ترکېې همکارې د دې ښکارندوي ده، چې دغه هېواد په منځنې ختیځ کې د روانو بدلونونو کار ډېر پخوا تر سره کړی دی.
ترکېه چې د اسلامي نړۍ د یوه مخکښ هېواد په توګه راڅرګندیږي، د سیاسي ارادې او ډیموکراټیکو ژمنو د عملې کولو په یوه ماډل یا نمونه هېواد بدل شوې دی.