د نور پاکستان پشان په خیبر پښتونخوا کې هم د ژمي په رارسیدو او د هوا په سړیدو سره د ګازو پرچاوي زیاته شوې،چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.
که څه هم په تیرو کلونو کې به د ژمي په موسم کې خلک یواځې د ګازو له پرچاوۍ سره مخ وو خو سږکال د نورو کلونو برعکس په سړه هوا کې بريښنا هم بې وخته پټ پټونی راخیستی او څو څو ساعته یې درک نه لګیږي.
څه موده وړاندې دولت د ګازو د کمښت خبر ورکړ او ددې ستونزې د اواري په هدف یې په اوونۍ کې له دوو تر درېیو ورځو پورې پر صنعتي فابریکو او د ګازو پر استیشنونو د ګاز بندولو فیصله هم وکړه خو له دې هرڅه سره سره نه خو د بریښنا ستونزه حل شوه او نه هم د ګازو.
څو تنو پيښور ښاریانو له دې امله د ورپيښو ستونزو په باب ازادي راډیو ته وویل:
̋په څلورویشتو ساعتونو کې تر اتلسو ساعتو پورې بریښنا نه وي،همداحال د ګازو هم دی، چې بریښنا نه وي نو اوبه هم نه وي،ټول ژوند مو یومخ ګډ وډ شوی. زه خو وایم چې له پاکستان سوډان جوړ دی، هره خوا ستونزې دي او ورځ تر بلې زیاتیږي̋
̋سمینه نومیږم او د پيښور په حیات اباد کې اوسیږم،له هغې ورځې چې هوا سړه شوې نه خو د ګازو پته لګيږي او نه هم د بریښنا، سهار مو اولادونه په نهاره ښوونځیو ته روان وي،ولې چې نه خو بريښنا وي او نه ګاز̋
د کورنیو پشان مطبعې،رستورانتونه او نور هغه چې ټولې چارې یې د ګاز و بریښنا په واسطه پرمخ ځي هم له دې ستونزې سرټکوي او وايي،چې په پښتونخوا کې د نا امنیو له امله کاروبار چې لا له وړاندې ټکنی شوی و اوس بیخي په ټپه ولاړ دی :
̋زما نوم ریاض دی،د پيښور په صدر کې یو رستورانت لرم،زموږ ټول سیستم ګازي دی،خو له هغې ورځې چې د ګازو پرچاوي پيل شوې زموږ کار یې له سختو ستونزو سره مخ کړی̋
د پاکستان دولت چې دا مهال له نړیوالو او په کور دننه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دی خلکو ته د ورځنیو اسانتیاوو په برابرلو کې په پاتې راتلو له یوه نوي بحران سره مخ شوی.
په ډیری ښارونو کې خلکو مظاهرې کړي او له حکومته یې ددې ستونزې د اوارولو غوښتنې کړي.
که څه هم دولت د ګاز وبریښنا کم تولید او زیات استعمال ددې ستونزې یواځنی لامل ګڼي خو خلک بیا وايي چې اصلي علت په دولتي ادارو کې په پراخه کچه اداري فساد او د خلکو ستونزو ته نه پاملرنه ده،کنه نو پاکستان تر خپلې اړتیا څو وارې د زیاتې بریښنا دتولید ضرفیت اودګاز زیرمې لري.
د ګازو او بریښنا د نشتوالي له امله نه یواځې دا چې د ډیری کورنیو انغري ساړه شوي،بلکې د اوبو نشتوالي هم خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د دوشنبې په ورځ هم د ډیری سیمو اوسیدونکیو دولت ته خبرداری ورکړی چې که ددې ستونزو د اواري سمدستي غم ونه خوري نو په پراخه کچه به لارو کوڅو ته راووځي او په سختو مظاهرو به لاس پورې کړي.