یو شمېر هغه کسان چې د مسلکي او حرفوي روزنیزو مرکزونو اسناد یې ترلاسه کړي، پر افغان حکومت انتقاد کوي، چې یوازې واسطه لرونکو خلکو ته کار او روزګار ورکوي.
د افغان کوریا مسلکي مرکز یو شمېر روزل شوو ځوانانو د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه وغوښته، چې خلکو ته د کار په ورکولو کي عدالت په پام کې ونیسي.
د دغه مرکز دوه تنه زده کوونکي حسین داد او محمد سنجر وايي، چې په دولتي ادارو او نورو دفترونو کې کار هغه وخت خلکو ته ورکول کیږي، چې واسطه ولري:
“زموږ ستونزه دا ده، کله چې له دې مرکز څخه فارغ شو، کار نشته، هر دفتر ته چې ورشو، واسط او نورې خبرې دي، بې وزلو خلکو ته کار په ستونزو سره پیدا کیږي دا مو لویه ستونزه ده.
دا چې وزارتونه کسان نیسي، زموږ اندېښنه دا ده، چې واسطه او وسیله نه لرم، هغه کسان چې واسطه لري هر ځای یي لوړ چارواکي په دندو ګماري، څوک چې واسطه نه لري هغوي په دولت کي هیڅوک نه لري.”
افغان ځوانان د بې کارۍ او واسطې څخه داسې وخت شکایت کوي، چې افغان کوریا مسلکي او روزنیز مرکز د یکشنبې په ورځ تر 300 ډیرو نورو کسانو ته په بېلابېلو څانګو کې د روزنې بري لیکونه ورکړه.
خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا د دغو روزل شوو او فارغو کسانو انتقاد پروپاګند بولي.
د دې وزارت مرستیال واصل نور مهمند د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت هم په خپلو تشکیلاتو کې ټولو روزل شوو کسانو ته کار نه شي ورکولای:
“دا ضروري نه ده، چې ټول به دولتي ادارې جذبوي، ځکه چې دولتي ادارې دومره پراخ تشکیل نه لري، چې د حرفوي مرکزونو ټول کسان جذب کړي.
دا واسطه او واسطه بازي ټول تبلیغات دي، ښه خبره دا ده، چې زموږ ځوانان په مارکیټ کې رول ولوبوي، څوک چې ماهر وي هغه هم په مارکیټ کې رول لري او هم په خصوصي او دولتي ادارو کې.”
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي د یکشنبې په ورځ د افغان کوریا د مسلکي مرکز د روزل شوو کسانو د فراغت په غونډه کې وویل، چې هڅه کوي، دغه ډول مسلکي او حرفوي مرکزونه په ټول هېواد کې جوړ کړي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول هېواد کې 22 روزنیز مسلکي مرکزونه شته، او هر کال 47 زره کسان ځیني فارغیږي چې له دې ډلي یې 80 سلني ته په دولتي او خصوصي ادارو کې کار ورکول کیږي او لا هم په ټول هېواد کې شا او خوا دوه نیم میلیونه کسان کار نه لري.
په دولتي ادارو کې افغان ځوانان پر واسطه کولو انتقادونه داسې وخت کوي، چې تر دې شا او خوا 15 ورځې مخکې افغان ولسمشر کرزي هم د دې ستونزې یادونه کړې وه او په خبره یې چې هر ښه او بد کار په دولتي ادارو کې په واسطه کیږي.
معصوم میوند- کابل