د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۱

د ډالرو په وړاندې د ريال ارزښت ډېر لوېدلى


د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ په اداره کې د ايران استازي علي اصغر سلطانيه د سې شنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، هېواد يې د اټومي انرژۍ سازمان ته بلنه ورکړې چې د راروان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې تهران ته سفر وکړي.

نوموړي د ايران د اټومي پروګرام په برخه کې پر نړيوالو اندېښنو د خبرو لپاره د خپل هېواد چمتووالى څرګند کړى دى.

سلطانيه د رويټرز اژانس له ټلويزيون سره په مرکه کې په دې باب وويل چې ايران ته به د دې هيئت د سفر لپاره لومړني کارونه د جنورۍ مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې وشي.

ايران د اټومي انرژۍ د ادارې په وړاندې خپل چلند په داسې حال کې بدلوي چې د ايران په وړاندې نړيوال بنديزونه سخت شوي دي.

رويټرز اژانس ليکي، لوېديځو ډيپلوماتانو دا د ايران له لوري د نړيوالو فشارونو د کموالي هڅه ګڼلې ده. خو ايران بيا هم خپل اټومي فعاليتونه محدود کړي نه دي.

د اټومي انرژۍ په اداره کې يوه لوېديځ ډيپلومات د ايران دغه بلنه تېرايستنه ګڼلې ده.

لوېديځ وېره لري چې ايران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي. د نومبر مياشتې پر اتمه د اټومي انرژۍ د ادارې په راپور کې ويل شوي، داسې ښکاري چې تهران د اټومي وسلو پر طرحې او ډيزاين کار کړى دى.

رويټرز اژانس ليکي، د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې په وړاندې د ايران دريځ په داسې حال کې بدلېږي چې د ايران په وړاندې د نړيوالو سختو بنديزونو او د دغه هېواد پر اټومي تاسيساتو د اسرائيل د حملې خطر د ايران پر اقتصاد اغېز کړى، چې د امريکايي ډالرو په وړاندې د ايران پولي واحد ډېر لوېدلى دى.

په داسې حال کې چې په نړيوالو بازارونو کې د يو بېرل تېلو بيه ١٠٠ ډالره ده او ايران د نړۍ په کچه د تېلو پنځم لوى صاردوونکى هېواد دى، ايران وايي کولاى شي د نړيوالو بنديزونو له عهدې ووځي.

خو تحليل کوونکي په دې برخه کې ډېر کم اطمينان لري، يو تحليلګر حميد فرح وشيان وايي:

”د ايران مرکزي بانک هڅه کوي د ريال قيمت ثابت وساتي، خو د حکومت اقتصادي پاليسي، د اټومي پروګرام په برخه کې جنجال او پر ايران د احتمالي بريد موضوع دغه مسئله ناممکنه کړې ده“

د سې شنبې په ورځ يو امريکايي ډالر د ١٥٣٠٠ ريالو په بدل کې بدلېده، حال دا چې تېره اوونۍ دا بيه ١٣٤٠٠ رياله وه.

ښاغلى فرح وشيان وايي، ايران له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دى، د دغه هېواد د اټومي پروګرام په باب د لوېديځ لانجې د ايران اقتصادي ستونزې زياتې کړې دي.

رويټرز اژانس ليکي، که ډيپلوماسي د ايران د اټومي پروګرام لانجه حل نه کړي، امريکا او اسرائيل د ايران پر اټومي تاسيساتو د حملې احتمال نه دى رد کړى.
XS
SM
MD
LG