د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۶

له قزاقستانه ټکان ورکونکي ويډیوګانې خپرې شوې


د امریکا په متحدو ایالتونو کې د قزاقستان سفیرهغه ویډیو ټکان ورکونکې بللې، چې په یوټیوب کې خپره شوې او په کې ښکاري چې پولیس د قزاقستان په ختیځ ښار ژناوځین کې پر بې وسلې مظاهره چېانو په داسې حال کې ډزې کوي چې هغوي په تېښته دي.

په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د ازادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې ایرلان ایدریسوف وویل، حکومت یې په دې اړه څیړنې کوي:

((دا رېښتیا هم ټکان ورکونکې ویډویي تصویرونه دي، زه په مشخصه توګه د دې په اړه درته څه نه شم ویلای.

څنګه دا پېښ شوي؟ چا دا ویډیو جوړه کړې او نور...دا د متخصیصنو کار دی چې بحث پرې وکړي.

پېښه په ۱۶ مه نېټه رامنځ ته شوې او دا ویډیو په ۲۱ مه نیټه خپره شوې ده، خو یو شی په ډاډ وایم چې حکومت له دې خبر دی او په لوړه سطحه د دې ډاډ ورکړل شوی، چې دا او دې ته ورته نور واقیعتونه به په رېښتینې توګه څیړل کېږي.))

نوموړي ویلي، که چېرې د دې ویډیو رېښتینولي تایید شي نو سر غړو نکېو په وړاندې په عدالت پر ځای شي.

ایدریسوف همدا رز ویلي، چې نوموړی به نن ( پنجشنبې ) د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره وګوري.
XS
SM
MD
LG