د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د رضاکارانو کالیزه په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې د دې ټولنې مسئولین وايي، په افغانستان کې د رضاکارانه فعالیتونو فرهنګ په عامو خلکو کې پیاوړی شوی دی.
د افغاني سرې میاشتې رئیسې فاطمې ګیلاني ازادۍ راډیو ته وویل، د رضاکاري فرهنګ که په عامو خلکو کې پیاوړی شوی، خو په چارواکو کې یې بیا خبره ددې سرچپه ده:
(دا فرهنګ په زورورو خلکو کې کمرنګه شوی، ان بیخې له منځه تللی، خو په عادي خلکو کې ډیر عالي دی، چې موږ ته هغه ډیر مهم دی.
تاسو فکر وکړﺉ چې په دې غریب ملک کې موږ شپږ څلویښت زره رضاراکاران لرو.)
افغاني سره میاشت نهه اویا کلنه ده، د دې ټولنې رئیسې وویل، په دې وروستیو کې په تلویزیونونو کې ځینې داسې اعلانونه خپاره شول چې د دوي د رضاکارانو بې طرفي ته زیان رسولای شي.
د نوموړې په وینا په دې اعلانونو کې وسلوالو کسانو ته د رضاکارانو نومونه اخیستل کیږي.
ګیلاني ونه ویل، چې دا اعلانونه د چا له خوا دي، خو په تلویزیونونو کې معمولاً د افغان امنیتي ځواکونو په اړه دارنګه اعلانونه خپریدای شي.
د نورو هېوادونو په شان د افغاني سرې میاشتې رضاکاران هم پرته له مادي امتیازه په جګړې، طبیعي افاتو او نورو اضطراري حالاتو کې د خلکو مرستې ته وردانګې.
د کندهار ولایت یو تن رضاکار عبدالمجید وايي، دوي په خپلې سیمې کې چې ناامني په کې ډیره ده، تر ډیره په جنګي حالاتو کې له خلکو سره په مرستې کې ښکیل دي:
(دوه کاله مخکې د قومندانۍ مخکې یوه چاودنه وشوه، چې ورغلو نو ډیر بد حالت و.
هلته مړي او ټپیان پراته و، موږ ورغلو او ټپیان مو په موټرو کې میرویس روغتون ته ورسول، موږ اتلس رضاکارانو او نورو عامو خلکو ټپیانو ته وینه هم ورکړه.)
خو د دې ولایت یو بل رضاکار شل کلن اعجازالحق احدي بیا په دې باور دی چې د سرې میاشتې رضاکاران باید په خاصو حالاتو کې د عمل کولو لپاره روزنه ولري، هغه څه چې د نوموړي په وینا اوس مهال یي افغان رضاکاران نه لري:
(ستونزه دا ده، چې موږ ته باید روزنه راکړل شي، لکه دا چې موږ په اضطراري حالت کې څه وکړو، په عادي او نورو حالاتو کې څه وکړو. څرنګه یو چیرته سفر وکړو، له خلکو سره څرنګه چلند وکړو.)
که څه هم نوموړي او یو شمېر نور له عامو خلکو خوښ دي او وايي، په فعالیتونو کې ورسره مرسته کوي، خو په سرې میاشتې کې داسې رضاکاران هم شته چې وايي، له خلکو ښه خاطره نه لري.
د میدان وردګو ولایت یو دیرش کلن محمد ولي وايي، د دوي د سیمې په خلکو کې رضاکاره فعالیتونو ته لیوالتیا ډیره ده، خو یو شمېر یي د سرې میاشتې فعالیتونو ته د شک په سترګه کوري.
دا چې ولې، د ده په باور دوي یي په اړه پوره معلومات نه لري:
(په ساحه کې خلکو ته چې موږ هر څومره ځان ور وپیژنو چې موږ د سرې میاشتې رضاکاران یو، خلک موږ ته بیا هم په ښه سترګه نه ګوري او وايي دا خو د سرې میاشتې یا د سره صلیب کارکوونکي دي. ځکه خلکو ته سره میاشت سمه نه ده ورپیژندل شوي. نور خو نو زموږ خلک ټول رضاکاران دي، هلته نښتې زیاتې کیږي، خو که څوک پکې زیانمن شي، هر عام سړی یې مرستې ته چمتو دی.)
که څه هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، له دوي سره د خلکو رضاکارانه فعالیت ډیر شوی، خو یو شمېر کتوونکي بیا وايي، د پخوا په پرتله په خلکو کې د رضاکارانه فعالیتونو فرهنګ کمزوری شوی.
دوي وايي، یو وخت به خلکو د اشر په شان دودونو کې د خپلې سیمې لپاره په رضاکارانه کارونو کې برخه اخیسته، خو اوس دا رنګه دودونه کمرنګه شوي.
د دوي په وینا داسې کسان هم پیدا کیږي، چې په اصطلاح غواړي د کور مخه یي هم نور چارو کړي.
خو هغه ګڼې او سختې ستونزې چې افغانان ورسره مخ دي، دا ایجابوي چې په دوي کې دې د رضاکارانه او خدايي خدمت دود لا پیاوړی شي.