د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د شمالي کوریا کمونیست مشر ومړ


تر مشر کیم جانګ ایل د ناڅاپي ورپېښې شوې ناروغۍ له کبله د ډیسمبر په ۱۷ نیټه مړ شو
تر مشر کیم جانګ ایل د ناڅاپي ورپېښې شوې ناروغۍ له کبله د ډیسمبر په ۱۷ نیټه مړ شو
د شمالي کوریا کمونیست مشر مړ شو، د شمالي کوریا د دولتي تلویزون یو انانسرچې تورې جامې یې په تن او سترګې یي له اوښکو ډکې وې د دې هېواد د مشر د مرګ خبر ورکړ:

(( زه تر ټولو خواشینونکی خبر اعلانوم، هغه دا چې زموږ ستر مشر کیم جانګ ایل د ناڅاپي ورپېښې شوې ناروغۍ له کبله د ډیسمبر په ۱۷ نیټه مړ شو.))

وروسته له شمالي کوریا څخه په ورکړل شوېو راپورونو کې وویل شول ،چې کیم د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

کیم په ۲۰۰۸ کال کې یو سکته کړې وه، خو په دې وروستیو کې چین او روسیې ته د نوموړي سفرونو ته په کتنه څارونکیو باور درلود چې د کیم روغتیايي وضیعت ښه شوی دی.

په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ویلي، دوي په سیمه کې پېښې څاري او یادونه یې کړې چې د امریکا متحده ایالات د کوریا په ټاپو وزمه کې ثبات ته ژمن دي.

د جنوبي کوریا رسنیو ویلي، چې د دې خبر له خپریدو وروسته د دوي خپل ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی او ټاکلې شوې چې د دې هېواد کابینه یوه بیړنۍ غونډه وکړي.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې د شمالي کوریا منزوي شوي دولت د دې هېواد د مړ شوي مشر کشر زوی کیم یانګ یو ته د واک د انتقال پروسه پیل کړي، ویل کیږي چې نوموړی د شلوکالو په عمر دی.

د شمالي کوریا تلویزون ویلي، د دوي د مشر د ښخولو مراسم به د ډیسمبر پر اته ویشتمې نېټې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG