د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۰

کراکر: په پاکستان کې د وسلوالو مرکزونو د افغانستان امن ګواښلى


ښاغلى کراکر
ښاغلى کراکر
په افغانستان کې د امريکا سفير راين کراکر وايي په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو د پټنځايونو شتون په افغانستان کې د سولې په برخه کې هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي.

راين کراکر د شنبې په ورځ کندهار ته دخپل سفر پرمهال دغه راز وويل چې پاکستان بايد د هغو وسلوالو مخه ونيسي چې په افغانستان کې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونو کوي او عام خلک وژني.
.
د ښاغلي کراکر په خبره د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم په خپلو خبرو کې دغه موضوع ياده کړې وه او دوی هيله لري چې پاکستان به د دوی پر خبرو عمل و کړي .

نوموړی وويل چې وسلوال د افغانستان او پاکستان لپاره يو ګډ خطر دی او د پولې په دواړو غاړو کې ورانکاري فعاليتونه کوي:

̋د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر په ډاګه دا ويلي چې پاکستان بايد د هغو وسلوالو پرضد اقدام وکړي چې افغانستان ته را اوړي او دلته زموږ سر تېري او ستاسې سرتېري او عام خلک وژني̋

د کابل لپاره د امريکا سفير راين کراکر دغه راز وويل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې مرستې به دپوځي برخې پر ځای تر ډېره په ملکي برخه کې وي .

ښاغلي کراکر وويل چې د امريکا خلک به د اوږده مهال لپاره په اقتصادي، امنيتي او پرمختيايي برخو کې له افغانستان سره ولاړ وي .

کراکر د يوی پوښتنې په ځواب کې چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سياسي دفتر د پرانستنې په اړه يې نظر څه دى؟

وويل چې د سولي پروسه د افغان دولت يوه هڅه ده او افغان دولت واک لري چې په دې برخه کې تصميم ونيسي.

کراکر د خپلو خبرو په يوه برخه کې دا هم وويل چې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو ته د اکمالاتو لېږدوونکو موټرونو باندې په پاکستان کې د راتګ بنديز، په افغانستان کې د امريکا او ناټو پر ستراتېژۍ کوم اغېز نه لري او دوى به د نورو لاروخپل اکمالات وکړي

محمدصادق رښتينی
XS
SM
MD
LG