د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

سیمه ییز پولیس د بشري حقونو په سرغړنو تورن شوي


سیمه ییز پولیس د جنسي تېریو، قتلونو او له دوسیې پرته د خلکو د نیولو په ګډون له بشري حقونو څخه جدي سرغړونو تورن دي.
سیمه ییز پولیس د جنسي تېریو، قتلونو او له دوسیې پرته د خلکو د نیولو په ګډون له بشري حقونو څخه جدي سرغړونو تورن دي.
د امریکا پوځ د خپلو تحقیقاتو پر بنسټ ویلي چې د افغان سیمه ایزو پولیسو پروګرام مخصوصاً د افغانستان په هغو سیمو کې چې پولیس او پوځ نشته د امنیت د ټینګولو په چاره کې ډېره مثبته ونډه لري، خو په راپور کې له افغان حکومت څخه دا غوښتنه هم شوې چې د بشري حقونو د ډلو او غیردولتي ټولنو په مرسته د دې سرغړونو د مخنیوي په برخه کې چټک اقدامات وکړي.

دا څېړنه د امریکا او ناټوځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن په امر وروسته له هغه پیل شوه چې د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په تېره سپټمبر میاشت کې ادعا وکړه چې د سیمه ایز پولیس ځواک د جنسي تېریو، قتلونو او له دوسیې پرته د خلکو د نیولو په ګډون له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې کړې دي. دا هغه تورونه دي چې د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې رد کړل.

د څار د ټولنې په نژدې سل مخیز راپور کې د افغانستان او امریکا له حکومتونو څخه غوښتنه شوې ده چې د یوه منظم او باډسپلینه امنیتي ځواک د رامینځ ته کولو په برخه کې ګام پورته کړي خو د امریکا د پوځ په څېړنه کې د بشري حقونو د څار ټولنې پر ۴۶ مواردو غور شوی او پوځ شپږو ټیمونو ته د تحقیقاتو دنده سپارل شوې وه. دې ډلو د ۳۷ ورځو په ترڅ کې د افغانستان ۲۱ سیمې وکتلې او د راپور په لنډیز کې ویل شوي دي چې دوی جمعاً په بېلابېلو سطحو کې له څه باندې دوه سوه کسانو سره مرکې وکړې.

امریکايي چارواکي وايي، د پوځ له څېړنو وروسته معلومه شوه چې د بشري حقونو د څار ټولنې له شپږڅلوېښتو ادعاوو څخه اوه رښتیا او لس غلطې وې، څوارلس داسې ادعاوې چې په غور نه ارزېدې او پنځلس هغه چې ځینې برخې یې سمې وې.

د امریکا یو پوځي مقام وايي، د تحقیقاتو په ترڅ کې د بشري حقونو د څار ټولنې د ادعاوو په اړه په ډېر جدیت سره غور وشو، هراړخیزې څېړنې وشوې او په هغو برخو کې چې سرغړونې شوې وې دلازمو بدلونونو سپارښتنې وشوې. په سپارښتنو کې یوه دا وه چې سیمه ایزو پولیسو ته باید د بشري حقونو د ارزښتونو زده کړې ورکړل شي، په دې ځواک کې د ډسپلین لپاره پړاوونه باید تنظیم شي او د څار او راپور ورکولو یو سیسټم باید پکې رامینځ ته شي. د دې مقام په وینا د څېړنې وروستۍ نتیجه دا ده چې سیمه ایز پولیس یو اغېزمن ځواک دی خو بې عیبه هم نه دی.

په پام کې ده د امریکا د پوځ د دې څېړنې بشپړ جزییات چې د افغان حکومت له ګډون پرته ترسره شوې وروسته خپاره شي. د سیمه ایز پولیسو د ځواکونو شمېره شاوخوا نهو زرو ته رسېدلې چې د هېواد په اوه پنځوسو ولسوالیو کې فعالیت کوي. افغان حکومت توافق کړی چې د ۲۰۱۳ کال ترپایه د سیمه ایزو پولیسو د ځواک شمېر دېرش زرو ته اوچت کړي، په نژدې سلو ولسوالیو کې به فعالیت کوي او د لګښتونو اندازه به یې په کال کې ۱۷۰ میلیونه ډالر ته رسېږي.

د سیمه ایزو پولیسو د جوړولو تجربه لومړی ځل په عراق کې وشوه چې په نتیجه کې یې د جګړې لوری د افراطي وسله والو پرضد بدل شو. افغان سیمه ایزو پولیسو ته روزنه امریکايي پوځیان ورکوي خو قومانده یې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.
XS
SM
MD
LG