د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۲

د پښتو سينما وتلى ستورى ولوېد


طارق شاه
طارق شاه
تیره اونۍ د پښتو سینما وتلی ستوری طارق شاه د پاکستان په لاهور ښار کې ومړ

طارق شاه په ۱۹۷۵ میلادي کال د ځوانۍ په منګ کې پښتو فلمونو ته مخه کړه،لومړنی فلم یې باز او شهباز و،چې لا هم د مینه والو ترمنځ ځانګړی مقام لري.

هغه په خپل ۳۶ کلن فلمي سفر کې په شاوخوا ۵۵۰ پښتو،اردو او پنجابي فلمونو کې کار کړی.
طارق شاه د پښتونخوا په مردان کې زیږیدلی او په همدې ښار کې په خپله پلرنۍ هدیره کې د دروانې میلادي میاشتې دسامبر پر لسمه نيټه خاورو ته وسپاره.

طارق شاه دوه زامن او درې لوڼې لري،چې یو زوی یې ببرک شاه نومیږي او اوسمهال د پښتو سینما په ځوانو ستورو کې ځانګړی نوم لري.

له پيښوره د ازادي راډيو خبريال مجیب الرحمان انګار د هغه ژوند ته لنډه کتنه کړې او دارپوټ یې چمتو کړی دى.

دغه راپور په کيڼ اړخ کې واورئ
XS
SM
MD
LG