د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۰

ميدويديف: مظاهرې د انتخاباتو د بيا ترسره کېدو لپاره نه وې


د روسيې ولسمشر
د روسيې ولسمشر
د روسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف وایي، دی له هغې غوښتنې سره مخالف دی چې په هیواد کې د مظاهرو په ترڅ کې د پارلماني انتخاباتو د بیا ترسره کیدو لپاره شوې ده.

خو میدویدیف په خپل فیسبوک کې پرون وویل چې ده بیا هم چارواکو ته ویلي چې د ډسمبر په څلورمه ترسره شویو انتخاباتو کې د احتمالي سرغړونو په اړه څیړنه وکړي.

د روسیې واکمن متحدې روسیې ګوند په دغو انتخاباتو کې چې د درغلۍ او لاسوهنې ادعاوې شوي، په سلو کې نژدې نیمایي برخه رایې ګټلي دي.

د تیرې شنبې په ورځ یواځې په مسکو کې لسګونه زره کسان راټول شوي وو او د بیا انتخاباتو د کیدو غوښتنه یې کوله.

د ميدويديف د ژمنې هرکلى:

په بروکسل کی د اروپایی اتحادیی د بهرنی سیاست د مشری کاترین اشټون ویاندې مایا کوتسی یاني وویل چی د میدویدیف د دغی ژمنی چی په انتخاباتو کی د شویو درغلیو د ادعاو د څیړنی یی ویلی، هرکلی کوي:

دغه مظاهری چی تاسو هم ولیدلی، په سوله ییزی او تریوه حده په ارامی کی ترسره شوی او دی ټکی ته په پام سره چی ولسمشر میدویدیف ویلی چی چی د هغو راپورونو په اړه به چی په تیره په انتخاباتو کی د سرغړونو په اړه ورکړل شوی، څیړنه کوی، موږ ددی اقدام هرکلی کوو“

د اپوزیسیون یوه مشرد کابینې پخواني غړي بوریس نیمتسیف په فیسبوک کی د روسیی د ولسمشروروستی څرګندونې رد کړي او هغه یې مسخره بللي دي.
XS
SM
MD
LG