د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ایران:امریکايي الوتکه مو په خپل قلمرو کې راغورځولې


د ایران ټلویزیون پرون د هغې امریکايي بې پیلوټه الوتکۍ تصاویر وښودل چې د دوي په وینا په خپل قلمرو کې یې نسکوره کړې ده او ښايي دا خبره غلطه نه وي چې دا تصاویر به د امریکا د استخباراتي چارواکو لپاره د یوې خپسې حیثیت ولري.

په دې تصاویرو کې دوه ایراني چارواکي په پوځي یونیفورمونو کې ښودل کېږي، چې پر کوچنۍ بې پیلوټه الوتکه لاس وهي او تحقیقات کوي.

یو مقام د الوتکې وزره ته اشاره کوي او ښکاري چې خپل امر ته څه وايي او ښايي هغه څه به ورته تشرېح کوي چې تر دې مهاله د پرمختللې ټکنالوژۍ په برخه کې د امریکا خاص، محرم استخباراتي معلومات ګڼل کېدل.

په دې الوتکه کې کارول شوې ټکنالوژي د امریکا لپاره دومره مهمه او حساسه بلل شوې ده، چې د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې د امریکا پوځ ان یو ځل په دې اړه هم غور وکړ، چې د دې نسکورې شوې الوتکۍ د ټوټو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ایران په خاوره کې پوځي عملیات وکړي، خو وروسته وویل شول چې دا عملیات ښايي ډېر خطرناک وي.

امریکايي چارواکي، چې د خپلې بې پیلوټه الوتکې ورکېدل تایید کړي وايي، چې نه غواړي د دې ډول ماموریتونو او قابلیتونو په اړه خبرې وکړي، خو باخبره سرچینو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دا R-Q 170 آر- کیو ۱۷۰ ډوله کشفي الوتکه د هغه محرم پروګرام مهمه برخه ده چې د ایران د احتمالي اټومي وسلو په اړه معلومات ټولوي.

امریکا چې پر تهران د اټومي وسلو د جوړولو د هڅو تور لګولی، له کلونو راهیسې د ایران په اړه معلومات د سټلایټ په وسیله راټولوي، خو په رندکارپورېشن تحقیقاتي ټولنه کې د پوځي چارو کارپوه جېسن کمپبل وايي چې آر- کیو ۱۷۰ ډوله بې پیلوټه الوتکې داسې بېساري او نوي وسایل لري چې د امریکا استخباراتي قابلیت یوې لوړې درجې ته اوچتوي:
(هغه څه چې دې بې پیلوټه الوتکې ته له استخباراتي نظره بې ساری قابلیت ورکوي دا دی چې کولای شي په ډېره زیاته لوړه ارتفاع کې او د معلوماتو له مخې تر پنځوس زره فوټو پورې والوزي.

دا کولای شي چې په هوا کې د څو ساعتونو لپاره ودرېږي. ګڼ حساس وسایل لري چې مخابراتي تماسونه، کیمیاوي وسایل او په ځانګړي ډول د ایران په برخه کې د اټومي وسلو ځای معلومولای شي.

دا الوتکۍ په ځمکه کې په سخته اراضي کې د داسې متحرکو تصاویرو د اخیستو قابلیت لري چې د خلکو او شیانو خوځښت په کې معلومېږي او دا هغه قابلیت دی چې سټلایټ یې نه لري.)

امریکايي چارواکي وېرېږي، چې ښايي ایران، چین او روسیه په دې الوتکه کې کارول شوې ټکنالوژي کاپي او جوړه کړي.

د کارپوهانو په نظر د بې پیلوټه الوتکې د ټکنالوژۍ مهمه برخه دا قابلیت دی چې د نامعلومو اهدافو پر سر د الوتو یا په هوا کې د درېدو پرمهال پراخ معلومات راغونډولای شي.

دا کارپوهان همداراز وايي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د رادار قابلیت هم د چین او روسیې تر هغو ډېر زیات اوچت دی.
XS
SM
MD
LG