د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ایران د امریکا د انټرنټي سفارت مخه ونیوله


ایران یوه ورځ وروسته تر پرانیستلو د واشنګتن ویب سایټ په خپله خاوره کې بند کړ.

امریکا دې ویب سایټ ته د مجازي سفارت نوم ورکړی او وایي چې په دې ډول به له ایرانیانو سره له نژدې اړیکي ټینګي کړي.


ایران د امریکا د متحد ایالاتو مجازي سفارت یوه ورځ وروسته تر دې بلاک کړ چې کار یې پیل کړ.

امریکا له نولس سوه نهه اویایم میلادي کال راهیسې په ایران کې سفارت نه درلود خو د سې شنبې په ورځ یې یو نوی ویب سایټ پرانیست څو له دې لارې امریکایان له ایرانیانو سره اړیکي ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د دې ویب سایټ د پرانیستو پر مهال په خپل پيغام کې چې په فارسي ژباړل شوی و هیله ښکاره کړه چې د دواړو هیوادو خلکو ته به موقع مساعده شي څو په ښکاره له ویرې پرته سره ارتباط ولري:

« د دې لپاره چې د امریکا متحد ایالات او ایران د يپلوماتیک اړيکي نه لري، نو موږ د خبرو اترو لپاره له تاسو ایرانیانو سره ځیني مهم فرصتونه له لاسه ورکړې دي. خو نن موږ له نوې ټکنالوژۍ کار اخلو څو دا فاصله لرې کړو او د دواړو هیوادو د خلکو تر منځ پوهاوی زیات کړو، د همدې لپاره مو دا مجازي سفارت پرانیست»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې دا سفارت یو رسمي دیپلوماتیک ماموریت نه دی او د امریکا د سفارت حقیقي بڼه نه لري، همداراز دا سفارت د ایران حکومت ته د اعتبار وړ نه دی.

د ایران لپاره د امریکا دغه ویب سایټ به په انګریزي او فارسي ژبو د امریکا د ویزې او په امریکا کې د زده کړو په اړه معلومات خپروي. همدا راز به په ایران کې د بشري وضعیت په اړه نړیوالو رپوټونو ته خپل لیدونکي رهنمایي کوي د مدني ټولنې په ارتباط مقالې هم خپروي.

کله چې د ایران لپاره دغه مجازي سفارت پرانیستل کیده د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیاسي چارو مرستیالې وینډي شیرمن وویل چې موږ غواړو چې ایرانیان وپوهیږي چې متحد ایالات د ایرانانیانو او د هغوی د کلتور درناوی کوي:

« موږ غواړو چې د ایران له خلکو سره مستقیما ارتباط ټینګ کړو. موږ له ټولو ایرانیانو سره د ایران دننه خصوصا له ځوانانو سره چې لویه برخه د نفوس جوړوي اړیکي ټینګوو، څو دا څرګنده کړو چې متحد ایالات د ایران خلکو او ولس ته ډیر درناوی کوي»

خو د چهارشبنې په ورځ په ایران کې چې هرچا د امریکا دغه ویب سایټ پرانیستي دی ورته په فارسي لیکل شوي چې د کمپیوټر د قانوني جرم له مخې دې پاڼې ته نه شئ ورتلی.
XS
SM
MD
LG