د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۵

"د بادغیس مرکز ته بریښنا برابروو"


د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر محمد اسماعیل خان
د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر محمد اسماعیل خان
د اوبو او بریښنا وزارت وایي، چې ټاکل شوې له ترکمنستان څخه د بادغیس مرکز قلعه نو ته د بریښنا د مزی را غځول یو کال او اته میاشتې وخت ونیسي.

د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر محمد اسماعیل خان د یکشنبې په ورځ د دی بریښنا د واردلو د چارو په اړه د پنځلس میلیون ډالرو په ارزښت د یو تړون د لاسلیکولو اعلان وکړ.

ښاغلی اسماعیل خان وویل، دوي هڅه کوي چې په راتلونکي کې د ټول هېواد وګړو ته بریښنا برابره کړي:

(دا لین دوه پنځوس کیلو مټره اوږد دی او په داخل د ښار کې به یو استیشن د شپاړلس میګاواټ امپیر د وړتیا په درلودلو سره جوړ شي.

نو د دې ښار پنځوس زره وګړي، چې اوه زره کورنۍ کیږي، له بریښنا څخه برخمنې شي.)

د اوبو او بریښنا وزارت د معلوماتو له مخې دم ګړۍ په ټول هېواد کې له شپږ دیرش فیصدو څخه زیات خلک بریښنا ته لاس رسۍ لري.


دوي وایي، اوس مهال یواځې د هېواد جنوبي سیمي هغه سیمي دي چې د امنیتي ستونزو له امله په کې د بریښنا مزې نه دي غځول شوي.

د اوبو او بریښنا وزارت داسې مهال بېلابېلو سیمو ته د بریښنا د برابرولو د هڅې خبری کوي، چې اوس مهال یو شمېر کابل ښاریان د بریښنا له پرچوي څخه شکایت کوي.

دوي وایي، چې د غازو د بیو د لوړوالي سره جوخت په کابل ښار کې د بریښنا په سیستم کې هم بې نظمي پیدا شوی، چې دوي یي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی.

خو د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر بیا د کابل ښاریانو دا ادعا نه مني او وایي، په هغو سیمو کې چې د بریښنا مزې غځیدلي بریښنا په کې موجوده ده.

نوموړي ټینګار وکړ، په هغو سیمو کې چې بریښنا یي نا منظمه شوی د بریښنا له وزارت سره دی په تماس کې شي او ستونزه به یي حل کړي.

د خلکو شکایتونه وروسته له هغې زیات شول په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د اوبلن ګاز، تیلو او لرګیو بیي لوړې شوي.

خبریاله: ذکیه غیاثی نذیر
XS
SM
MD
LG